استاد بېلتون د یوه مهاجر په زړه کې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 1153

 د مهاجرت ژوند و. د جلا وطنۍ ژوند و. د وطن د نوم په اخیستو مو سترګې راډکېدې.

له وطنه تازه راغلی سړی را باندې خوږ لګېده. د وطن بوی ترې راته او موږ ته د وطن بوی د چین د ختن تر مشکو هم ډېر خوږ و.
موږ په هریپور کمپ کې اوسېدو. دې کمپ څو بازارونه لرل؛ خو د پنځلسم کمپ بازار یې ډېر مشهور و.
دا بازار ورو- ورو اوږدېده. د سړک دواړه غاړې دوکانونو ونیولې. دې بازار کې پرته له متخصص ډاکټره، نور هر څه پیدا کېدل. 
موږ به خپل ناروغان هریپور بازار ته، چې له کمپه لرې او د ځايي اوسېدونکيو بازار و، یا ایبټ اباد ته بېول.
د مهاجر بازار په منځنۍ برخه کې یو میوزیک سنټر و. دا دوکان د یوه کونړي و.
په دويم ټولګي کې راسره و. خان اغا نومېده. دوکان له کسېټو ډک و. ما د سردار علي ټکر د ځینو سندرو لیسټ جوړ کړی و او غوښتل مې په یوه کسېټ کې یې راټولې کړم. هغه وخت یې دغه شان کسېټ ته ګلچین ویله.
میوزیک والا، د ټکر څو فیتې راته پر مېز کېښودې. ما یې پر پوښ د لیکل شویو سندرو د سربیتونه کتل او بیا مې په نښه کول چې دوکان ته یو سپین ږیری راوخوت.
سپین ږیری دنګ سړی و. مونډۍ ږیره یې وه. لنډ واسکټ یې اغوستې و او د اوږو سرونه یې ترې نیغ را وتلي وو. د هغه لونګۍ پر سر وه او لنډه شمله یې پرې ایښې وه.
له را ننوتلو سره سم یې ویل؛ د بیلتون استاد فیته شته؟ دوکاندار ورته را واخیسته او په غټ ټایپ کې یې واچوله.
دوکاندار ماته د ټکر نور کسېټونه لټول. بوډا له دوکانه ښکته شو. بېلتون په لوړ اواز سندره ویله، بوډا دواړه لاسونه پر ملا ایښي وو او د دوکان مخې ته یې ورو ورو سړک کې قدم واهه.
سپین ږیري به کله پورته وکتل، کله به ځای په ځای ودرېد، د لونګۍ په شمله به یې سترګې وچې کړې او کله به یې بیا قدم وهل پیل کړل.
دوکاندار چې وزګار شو، ټایپ یې ګل کړ، سپین ږیری ځای پر ځای ودرېده او بیا ژر دوکان ته راوخوت.
دواړه لاسونه یې پر مېز کېښودل. شنه غمي داره غټه ګوتمۍ یې د ګروپ رڼا ته پړکېدله. لاسونه یې رېږدېدل او بیا یې په مایوسانه انداز وویل؛ 
های ناځوانه! ولې دې ګل کړه؟ آن له لوګره دې را وګرځولم. لږ خو به دې پرې ایښی وم. په رڼو سترګو خو خدای خبر که بیا وطن ووینم!
د سپین ږیري سترګې ډکې شوې. مرۍ یې ژر ژر ښکته او پورته کېده. فیته یې راواخیسته، د واسکټ جېب کې یې کېښوده او همداسې مړاوی مړاوی روان شو.
نن سهار (دوشنبه) مې له ټلوېزیونه د همدې خوږ ژبي سندرغاړي د مرګ خبر واورېده. ذهن مې څه کم درې لسیزې شاته لاړ او ټیک د هریپور بازار د هماغه دوکان مخې ته ودرېده چې سپین ږیري یې مخکې ورو ورو قدم واهه.
ذهن مې ټیک هماغه ځای کې ودریده چېرته چې د سپین ږیري ذهن څو کلونه شاته تللی و او د هریپور له بازاره ان تر لوګره رسېدلی و.
شاید، هغه سپین ږیری اوس نه وي. شاید، هغه هم له دنیا څخه بېلتون اختیار کړی وي. شاید هغه ارمانجن تللی وي او شاید وطن یې لیدلی وي، خو د قدرت د وږو بلاګانو له وحشته د وطن په خوږو نه وي پوه شوی.
که ژوندی وي او د بیلتون د مرګ خبر یې اورېدلی وي، شاید بیا یې پر ملا لاسونه ایښي وي، بیا یې ګډوډ ګامونه اخیستي او بیا یې په ګوګل کې د ځوانۍ خاطرې را ژوندۍ شوې وي.
استاد بیلتون، هغه مرغه و چې ډېر عمر یې خوږې نغمې وغږولې، د وطن یاد یې ان د مهاجرو په زړونو کې ژوندی وساته.
خپل اوږد عمر یې هنر ته وقف کړ. ډېرو زړونو ته یې لاره ومونده او ډېر زړونه به یې نن په بېلتون داغداره شوي وي.
استاد، د بې‌وسۍ په حال کې مړ شو. هغه د درملنې لپاره هم پوره پیسې نه لرلې.
زموږ په وطن کې لطیف هنر قیمت نه لري، د لطیف هنر هنرمندان بې‌وزلي او بې‌وسه دي.
پر دې سټېج یوازې د زور هنرمندان ډېر ملاتړي او امکانات لري. دلته د ویشتلو، خوږولو، کړولو او اور اچوونکیو هنرمندانو راج روان دی.
د استاد بېلتون دې اروا ښاده وي.