د افغانستان، ایران، هند او ازبکستان استازو د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټ د پراختیا په اړه ناسته کړې.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، دغه غونډه د هند په ممبی ښار کې شوې او ګډونوالو یې د ایران د چاه بهار بندر له لارې د سوداګریزې راکړې ورکړې او د مالونو د ترانسپورت او ترانزیت لپاره د اسانتیاو د برابرولو او خنډونو د لرې کولو په اړه خبرې کړې دي.
په دې ناسته کې د چاه بهاربندر مرستیال مشر، د هند د بندرونو او مواصلاتو د وزارت استازو او همداراز په هند کې د افغانستان او د ازبکستان او ایران سفیرانو او ډيپلوماتانو ګډون کړی وو.
دا په داسې حال کې ده چې اقتصادي کارپوهان چابهار بندر د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره د پاکستان د کراچۍ بندر پرتله ښه بدیله لاره بولي.