برېټانیا افغانانو لپاره د تحصیلي بورسونو وېش بیا پیل کړ

برېټانیا افغانانو لپاره د تحصیلي بورسونو وېش بیا پیل کړ


  • 2 کاله دمخه (10/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 989

سمسور (۱۸تله۱۴۰۱) د برېټانیا حکومت او د دې هېواد د تحصیلي بورسونو پروګرام تر دوه میاشتني ځنډ وروسته د هغه یو شمېر افغانانو لپاره د خپلو تحصیلي بورسونو ورکولو بهیر بیا پیلېدو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې نه بلکې، په درېیم هیواد کې ژوند کوي.     

د یاد پروګرام په وېب‌پاڼه کې راغلي، چې په شرایطو برابر افغانان کولای شي د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تحصیلي کلونو لپاره خپل غوښتنلیکونه وسپاري. 

د برېټانیا د بورسونو دغې نړیوالې ادارې ویلي، د هغو افغانانو د امنیت او مصؤنیت په اړه، چې په افغانستان کې اوسېږي، ژمنه ده.

د برېتانیا حکومت د تحصیلي بورسونو پروګرام په ۱۹۸۳ میلادي کال کې پيل شوی او د هغه بهرنیو محصلینو لپاره، چې مدیریتي او رهبرۍ وړتیا ولري، په برېتانیا کې د زده کړو شرایط ورته برابروي.