د م. م. امنیت شورا: افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالی د زغم نه‌دی، پر وړاندې یې نوی اقدام‌کوو

د م. م. امنیت شورا: افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالی د زغم نه‌دی، پر وړاندې یې نوی اقدام‌کوو


  • 3 کاله دمخه (04/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1356

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو له‌لوري د وروستي تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې او دا یې په سختو ټکو غندلی دی.

یادې شورا ویلي، نه یوازې دا چې د طالبانو تاوتریخوالی ورته د زغم نه‌دی، بلکې دغه شورا به اړ کړي، څو یې پر وړاندې په نویو اقداماتو لاس پورې کړي.

د دې شورا له‌خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي،  چې په وروستیو کې یادې ډلې تاوتریخوالی ډېر کړی، د ملکیانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی، بشري حقونه نقضوي او تر ډېره یې په جګړه کې تمرکز د عامه تاسیساتو پر ویجاړولو دی، چې په خبره یې دوی یې په سختو ټکو غندنه کوي. 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، په افغانستان کې باید د سولې خبرې چټکې کړل شي او طالبانو ته په‌کار ده، چې د جګړې پر ځای افغان حکومت سره مذاکراتو مېز ته کېني.

اعلامیه کې له طالبانو په جدي توګه غوښتنه شوې، چې په دغه هېواد کې دې روان ناورین او د بې‌ګناه ملکیانو وژنې ته د پای ټکی کېږدي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په هرات کې د دې ادارې پر دفتر د برید هم غندنه کړې او په خبره یې دغه ډول کړنې ښایي له افغانستان سره د نړیوالو اړیکې له زیان سره مخ کړي.