د شخصیت د تثبیت لپاره تر ټولو ښه معیار کار دی


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عزت الله شمسزی
  • 1449

دخپګان وړ خبره خو داده چې په دې څو ورځو کې پښتنو لیکوالو خپل قلمونه د ملي ګټو پر ځای خپلو شخصي اغراضو او غوښتنو ته وقف کړي دي. په پښتو ویبپاڼو کې په یوه او بل نامه هغه څه لیکي چې په خپل نامه یې په ویلو او لیکلو دوی خپله هم شرمېږي.
دا ډول لیکنې څو موخې لرلای شي یو خو دا چې ځينې خلک چې ځانته پښتانه هم وایي په دغسې بې هدفه لیکنو غواړي دپښتنو ترمنځ درز را پیدا کړي او د پښتو د روان ګړندي بهیر په مخ کې خنډ واقع شي، ځینې نور بیا چې مبتدي لیکوال دي غواړي د بل چا په ذلت کې خپل عزت ولټوي، په داسې لیکنو په ټولنه کې ځان پر نورو لویو لیکوالو وپېژني او په دې سپکو سپورو ځان شهرت ته ورسوي، دا ځکه چې دغه ډله خلک د یوه علمي، تحقیقي او یا بل ډول ارزښتناک کار وړتیا نه لري. په دریمه ګټه ګورۍ کې هغه لیکوال دي چې د نورو په اشاره ګډېږي، خپله په خپل ژوند کې کومه خاصه موخه او یا هدف نه لري بس د خپلو بنډارونو د ګرم ساتلو لپاره کله په یوه پسې قلم راواخلي او کله په بل پسې، هغه څه چې لیکي او ویبپاڼو کې یې چاپوي سبا یې په بېرته لوستلو هم شرمېږي، همدا یې لامل دی چې په خپل نامه یې نه چاپوي چې سبا پرې سند نه شي، دوی وایي الا بلا در ګردن ملا، ټول افغان پوهېږي او مسولیت یې موږ خو هسې هم څوک نه شي پېژندلای چې سبا راته په مخ لاړې را توکړي.
ددغو تبصره لیکوالو استادان هغه کسان دي چې د ژوند په هر ډګر کې ناکامه شوې دي، هغه څوک چې اوس عملا خپلې ژبې ته د زړه په وینو کار کوي، د هغوی معنوي پرمختګ سره رخه لري په غونډو او بنډارونو کې د متعهدو لیکوالو پسې بې ځایه او ظالمانه قضاوتونه کوي، د شک او ګومان په تیارو کې دومره ډوبېږي چې بیا نو په هره لاره سم شول پر همغه لوري ځي.
کېدای شي دوی فکر وکړي چې موږ به دخپلو بې شعوره شاګردانو په وسیله متعهد لیکوال له خپل اصلي مسیره واړوو خو هغه څوک چې کړنلاره او تګلاره یې دیوه فکر پر بنسټ ولاړه وي ددوی موسمي ها او هو په هغوی هېڅ اغېزه نه شي لرلای. بس همدومره به وکړي چې د نورو په باب د غيبت او ګناه یو دروند پېټى به یې پر اوږو بار شي. راځی ددغو بې مانا لیکنو پر ځای د هغو لیکنو ځواب ولیکو چې په افغان پریس او نورو دري ژبو ویبپاڼو کې زموږ په اصیلو پښتنو پسې کېږي.
په پای کې غواړم یوه یادونه وکړم چې موږ لیکوالو ته په خپل منځ کې په دې تېرو څو کلونو کې هر څه او هر څوک معلوم شول، چې څوک په څومره اوبو کې ډوب دي، څوک خبرې کوي او څوک کار کوي ښه به وي چې دا قضاوت تاریخ ته پرېږدو. د یو چا د شخصیت د تثبیت لپاره تر ټولو ښه معیار کار دی، راځی خپل وخت په داسې یو فرهنګي کار ولګوو چې سبا یې راتلونکي نسلونه سیوري ته کښیني.