عبدالله عبدالله: تمه ده د ترکیې غونډه د سولې د پرمختګ سبب شي.

عبدالله عبدالله: تمه ده د ترکیې غونډه د سولې د پرمختګ سبب شي.


  • 3 کاله دمخه (26/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1788

د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله وايي، چې تمه ده په ترکیه کې جوړېدونکې غونډه به د افغان سولې پروسه کې د پرمختګ سبب شي.

نوموړي د ترکیې له انادولې خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د دوحې د خبرو ترڅنګ د استنابول غونډې ته تمه شته، چې د سولې په روانو هڅو کې به پرمختګ وشي.

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې له طالبانو سره به د خبرو نهايي پرېکړه وخت نیسي؛ خو دواړه لوري باید لږ تر لږه پر اوربند موافقه وکړي، ترڅو په هېواد کې د بې ګناه افغانانو وینه ودریږي.

که څه هم د یادې غونډې کره وخت لاهم معلوم نه دی؛ خو ویل کېږي، چې دا غونډه به د رتلونکې اپریل میاشتې په نیمايي کې ترسره شي.

ترکیه په داسې حال کې د افغان سولې په تړاو ناسته کوي، چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې دواړو لوریو په مسکو کې د افغان سولې پر سر ناسته درلوده.