د بښنې نړیوال سازمان: افغان رسنۍ له مخ په زیاتېدوونکي سانسور سره مخ دي

د بښنې نړیوال سازمان: افغان رسنۍ له مخ په زیاتېدوونکي سانسور سره مخ دي


  • 2 کاله دمخه (03/05/2022)
  • سمسور
  • 983

سمسور (۱۳غوایی۱۴۰۱) د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې رسنۍ له مخ په زیاتېدوونکي سانسور سره مخ دي او هلته خبریالان کلابند دي.

یاد سازمان د مې درېیمه د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت په ټوېټ پیغام کې ویلي، چې د اسلامي امارت حکومت دې خپلواکو رسنیو ته درناوی وکړي او همداشان دې خبریالان پرېږدي، چې له وېرې پرته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې واک ته د نوي حکومت له رسېدو راهیسې رسنۍ له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوې او په زیات شمېر خبریالانو د ځینو ستونزو له امله هېواد پرېښود.