د ویسټنډیز او سریلانکا ټیسټ لوبه مساوي پای ته ورسېده

د ویسټنډیز او سریلانکا ټیسټ لوبه مساوي پای ته ورسېده


  • 3 کاله دمخه (03/04/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 1452

سمسور ( شنبه- ۱۴ وری)  ویسټ انډیز او سریلانکا تر منځ دوهمه ټیسټ لوبه په مساوي ډول پای ته ورسیده

دغه لوبه چې د مارچ په ۲۹ نیټه شروع شوې وه پرون پای ته ورسیده.

په دغې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د ویسټ انډیز لوبډلې پیل کړه، چې په لومړي اننګز کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۵۴ منډې جوړې کړې، چې تر ټولو زیاتې منډې ۱۲۶ په کې کریګ بریتویت جوړې کړې. د سریلانکا لپاره بیا د لومړي اننګز په توپ اچونه کې چمېرا ۳ او سورنګا لکمل ۴ لوبغاړي سوځولي ول. ورپسې د سریلانکا لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، دې لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په ۲۵۸ منډو کې د لاسه ورکړل، چې تر ټولو زیاتې منډې په کې تریماني ۵۵ جوړې کړې وې. د ویسټ انډیز لپاره د لومړي اننګز په توپ اچونه کې جېسن هولډر، الزاري جوزیف دوه دوه او کیمار روچ ۳ لوبغاړي وسوځول.

د ویسټ انډیز لوبډلې په دوهم ځل توپ وهنه کې ۲۸۰ منډې جوړې کړې او خپل څلور لوبغاړي یې د لاسه ورکړل، له دې وروسته یې سریلانکا لوبډله توپ وهنه ته راوبلله. د سریلانکا لوبډلې لپاره هدف ۳۷۷ منډې ټاکل شوی وه، چې سریلانکا لوبډلې له ۱۹۳ منډو جوړولو وروسته خپل دوه لوبغاړي د لاسه ورکړل او وخت پای ته ورسید په همدې سره دوهمه ټیست لوبه پرون په مساوي ډول پای ته ورسیده.

له دې وړاندې د شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو سیریز ویسټ انډیز لوبډلې ګټلی وه.

سمسو نیوز