په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې اعلامیه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • م.امین بسمل
  • 1226

په پلان کې وچې دسپتمبر دمیاشتې په شپږمه نېټه مانا همدا نن ورځ زموږ دکولتوري ټولنې غړي دګارمیش په ښایسته سیمه کې له خپلوکورنیوسره دافغـــان کرکټ ملي لوبډلې بری په خوښي سره ونمانځي ترڅوله یوې خوا زموږ دکورنیو ماشومان یو له بل سره وګوري ځکه چې د دوی ددوبي د رخصتیو وروستۍ ورځې او شپې دي اوله بلې خوا د روژې دامباره که ورځ لږ رالنډه شي خوله بده مرغه چې په موږ افغانانو باندي دا ډول بري د ظالمانونه لوریږي چې په خوشحالي سره یې ونمانځوکه یادمو وي تېر کال هم دکرکټ ملي لوبډلې زموږ ګران هیواد ته ښه بری راوړ خونه تنها چې دکرزي فاسدې ادارې یې لازم هرکلی ونه کړ بلکې په داسبایې غلیمانو په هلمندکې عبدالصمد روحاني په شهادت ورساوه او زموږ خوښي یې په غم واړوله دا ځل چې زموږ لوبغاړو هالنډ ته سخته ماتې ورکړه او ډک لاسونه خپل هیوادته ولاړل نودابری هم اشغالګرو ونه شو زغملی ځکه یې د نږدې ۳۰۰ درې سووکندوزي خویندو او وروڼو په ژوبله او شهادت سره زموږ دا خوښي په ساندو بدله کړه له همدې کبله زموږ دکولتوري ټولنې غړي له ګارمیش څخه پاته اودیوې غونډې په جوړولوسره په لاندې اعلامې سلاشوو :

۱ــ موږ د پښتنو پر ضد د ټول وژنې (ژنوساید) نقشې کومې چې په دا۸ اتوکلونوکې په ډېره بې رحمي سره د ترهګري په پلمه یوه پربله پسې عملي کیږي په کلکه غندو .
۲ــ موږ داشغالګرو دا دوه مخی سیاست او هغه هڅې په کومو کې چې هم دنړیوالې ټولنې په سترګو کې خاورې وراچوي او هم افغان ولس په تېره بیا پښتنو ته مادي او معنوي زیان رسوي په شدت سره محکوموو.
۳ــ موږ دافغانستان لپاره دسولې او ازادي دکمیسیون داعلامې ملاتړ کوو او له نورو ټولو کولتوري، سیاسي او ټولنیزوبا احساسه ټولنواوسازمانونو څخه جدي هیله کوو چې دخپل هیواد دخلاصون لپاره سره یو موټی او په کلکه د اشغالګرودا نه بخښونکي او غیر انساني عملونه وغندي .
۴ ــ موږ له اروپایي ټولنې په تېره بیا له جرمني څخه هیله کووچې ژر تر ژره پخپله ستراتیژي له سره غور وکړي اونوردسپینې ماڼۍ او لندن غولوونکو ببو لالو ته غوږ ونه نیسي او نه خپل زامن بې ځایه له لاسه ورکړي ځکه چې زموږ په ګمان اسامه، ملاعمر، حکمتیار اونور مهم ملګري یې یا لا د مخه وژل شوي دي یاخو اشغالګرو د جګړې د دوام او جیو پولیتیکو اهدافو ته درسېدو لپاره برمته کړي دي .
۵ ــ موږ دفرانسې او لوکزامبورک له دولتونو څخه مننه کوو چې دکندوز ظالمانه بمباري یې وغندله د یادولو وړ ده چې دکندوزدشهیدانوپاکووینو تر ډېره حده پورې څرګنده کړه چې ټول وژنې په لوی لاس او داستخباراتي کړیو دپلان له مخې کیږي که داسې نه وي نو دتیلو ټانکرونه ولې په همهغو لمړیو شېبو کې نه بمبارېدل؟
۶ـ موږ دنننۍ اعلامې ترڅنګ یو ځل بیا د افغانستان د تحمیلي اونامشروع ټاکنو په کلکه غندنه کوو، داچې موږ دتحریم تحریم تحریم غږ ولس ته رساوه علت یې همدا و چې ښه پوهېدو چې له دې ټاکنو به مسخرې جوړې او دیموکارسي به په شرمونو وشرموي لکه چې ویې شرموله همداراز دوهم ځلي ټاکنې به ډېرې ناوړه قومي شخړې اوتضادونه رامینځ ته کړي، ایتلافي حکومت په کوم چې ایران او امریکا ګډمصلحت لري ځکه دمنلو وړ نه دی چې دا لوبه به دلږکیو استبدادي لړۍ لا پسې وغزوي .
۷ ــ موږ دستونځو دحل لاره صرف دســولې په خبرو هغه هم دیوې فلتر شوې لویې دودیزې جرګې د دایرېدو په ترځ او یا دیو رښتیني نړیوال او بې پرې کانفرانس له لارې وینو .
یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
که غواړﺉ اووخت لرﺉ چې دپښتنود ټول وژنې له نقشو څخه سم خبر شﺉ نودښاغلي ډاکتر الف . الف .ستانیزي ژباړه اویادښتونه چې سرلیک یې (له افغانستانه دوتلو وخت دی )په غورسره ولولﺉ>  همدارازدښاغلي ډاکتر صاحب روستارتر ه کي لیکنه چې سرلیک یې(موقعیت حقوقی مقاومت افغانی)دی  هم ولولﺉ.