- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد نعمان دوست
- 1174
ماشوم په خواږه خوب ویده و. یو څوک خونې ته راننهووت او ور یې په ګړز پورې کړ. ماشوم نیغ په ځای کې کښېناست، سترګې یې وموښلې، غوښتل یې پاڅېږي او منډه کړي. مور یې ور غږ کړ؛ تږی یې؟ اوبه څښې؟
هغه غلی و، ورخطا ښکارېده، بیا یې اخوا دېخوا وکتل او په هیبت یې وویل؛ چاودنه وشوه... بم و.
دا، زموږ د هر کور د ماشومانو کیسه ده. د هر کور ماشوم اوس دومره وېرېدلی چې هر وېرونکی غږ ورته د بم غږ ښکاري. د وژنو غږ ورته ښکاري او د وینو تویولو غږ ورته ښکاري.
زموږ ماشومان په خپل ماحول کې چاودنې ویني، د چاودنو کیسې اوري او په ټلوېزیون کې د خپلو همزولو وژنه ویني.
دا المیه اوږده شوه، یو نسل پکې ځوان شو، تباه شو او لا هم د دې المیې پای نه مالومېږي.
له لسیزو راهیسې دلته جګړه ده او هیڅ جګړه مار د جګړې اصولو ته نه دی پابند.
د (۱۹۴۹) کال د ژنیو قرارداد د جګړې پر مهال د ماشومانو او ټولو هغو کسانو چې په جګړه کې ښکېل نه دي، په حفاظت سپارښتنه کوي.
خو دلته بهرنیو ځواکونو دغه اصول په کراتو تر پښو لاندې کړل. نیمه شپه پر کورونو ور واووښتل. د وړو ماشومانو مخکې یې د هغوی پلرونه ووژل. د کور غړي یې ورته په سپیانو وداړل. کورنۍ یې بمبار کړې، ماشومان یې ووژل او...
دغه راز د جګړې مقابل لوری چې ځان د اسلامي ارشاداتو پابند ګڼي، هم دغو اصولو ته پابند پاتې نه شو.
د اسلام مبارک دین د لارښوونو له مخې هغه کسان چې په جګړه کې ښکېل نه دي، ژوند یې خوندي دی. خو دلته د نږدې هر برید په قربانیانو کې ملکیان، په ځانګړې توګه ماشومان شامل وي.
دلته د اولادونو په مخکې د هغوی پلرونه وژل شوي. دلته څو ځلې داسې موټر پر ماینونو الوځول شوي چې ټوله کورنۍ له ماشومانو سره پکې تباه شوې ده. دلته ماشومانو د خپلو پرې شوو هډونو نندارې کړې دي.
دغه شان امنیتي ځواکونه هم، کله نا کله د ماشومانو د مرګ ژوبلې لامل کېږي چې تر ټولو تازه پېښه یې د میدان وردګو د سیداباد په سیمه کې وه. هلته د اردو له خوا یوې توغول شوې هاوان ګولۍ، ګڼ شمېر تنکي ماشومان ووژل.
زموږ په جګړه ځپلي هېواد کې د نورو وګړو په څېر ماشومان هم خوندي نه دي. په دې اړه د ملګرو ملتونو راپور زړه بوږنوونکی دی. هغه راپور چې روان مېلادي کال کې خپور شو، په لوستلو یې هډونه لړزېږي.
راپور لیکلي چې یوازې په (۲۰۱۴) کال کې (۲۵۰۲) ماشومان په افغانستان کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
راپور کاږي چې د (۲۰۱۰) کال د سپټمبر له پیل څخه د (۲۰۱۴) کال د ډسمبر تر پای پورې (۲۳۰۲) ماشومان زموږ په هېواد کې وژل شوي او( ۵۰۴۷ ) نور ټپیان شوي دي.
دا یوه لوړه شمېره ده، خو کېدای شي دا شمېره له دې هم ډېره لوړه وي. ځکه دلته هره سیمه تر خبري پوښښ لاندې نه راځي.
ډېرې داسې سیمې شته چې د مشرانو په څېر تنکي ماشومان هم پکې وژل کېږي، خو رسنۍ پرې نه خبرېږي.
جګړه روانه ده، د ختم څرک یې نه ښکاري. دا جنګ تحمیلي دی، موږ که وغواړو که و نه غواړو، د جګړو قربانیان یوو.
خو د جګړې له ښکېلو غاړو غواړو چې هرې عقیدې او فکر ته چې ژمن وي، د هماغه په رڼا کې دې د ملکیانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ته پاملرنه وکړي.
داسې هیڅ رسمي او منل شوی جریان به پیدا نه شي چې د ماشومانو مرګ ژوبلې ته جواز ورکړي.
ماشومان د یوه هېواد راتلونکی دی، هغه خلک ډېر ظالمان دي چې د یوه هېواد راتلونکی تباه کوي. وژني یې او یا ورته داسې وېره پیدا کوي چې په تدریجي مرګ یې اخته کړي.
سرخط ورځپاڼه