که هلمند سقوط شو، د دولت حیثیت به برباد شي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سرخط ورځپاڼه
  • 1143

 کابل میشته هلمندۍ مافیا په څه لګیا ده؟

که هلمند سقوط شو، د دولت حیثیت به برباد شي
 
په هلمند کې پولیس او سربازان نهایت مایوسه دي، دوی اوس سیمې نه‌شي ساتلای، که ډېر همت وکړي، نو د خپلې بقا جنګ به وکړي، خپل ځانونه به وساتي او که ځان نه ساتي، نو وژل کېږي، اما مرګ یې له بده مرغه کوم ځای نه نیسي، ځکه چې د دوی قوماندانان نهایت بې‌غوره، نااګاه، ناپوهه، غیرمسلکي او غیرمتعهد خلک دي. 
د هلمند د مافیا کابلي سرلاري، د جمعې او اختر په ورځ پنځه لوېشتې جوړ کړی خامکي ګرېوان واغوندي، مشدۍ لونګۍ وتړي، برنډ بوټونه پښو کړي او د جمعې او اختر لمونځ د ولسمشر غني ترڅنګ د ارګ په جومات کې ادا کوي. ولسمشر د دوی په خیانتونو پوهېږي، خو له دوی سره غرض نه‌ کوي.
د هلمند پنځه مخور چې په پارلمان او نورو منصبونو کې دي، له طالبانو سره ناستې پاستې لري. کله په کویټه، کله دوبۍ کې، دوی د خپلو ولسوالیو د سقوط معامله کړې ده، دوی خپل خلک د خپلو خلکو پر ضد جنګوي او په نهایت کې د دوو هدفونو له‌پاره لګیا دي.
پرون د لښکرګاه ښارحالات د لومړي ځل له‌پاره داسې یوه سرحد ته ورسېدل چې ټولو خلکو وګڼله، دښمن یې د کور پر دېوالونو راجګېدای شي. 
جګړه سخته شوه، امنیتي ځواکونه د دوی په وینا، له خپلو مورچلو راپرشا شول او لومړۍ کرښه چې د ښار په څنډه کې وه، تقریباً ماته شوه. 
وروسته څه ناڅه په دویمه کرښه کې مقاومت وشو، خو لښکرګاه هره لحظه د سقوط له خطر سره مخ ده.
دلته نو د سربازانو او دولتي قوماندانانو له‌پاره تاکتیکي پر شا تګ هیڅ مفهوم نه‌لري، دلته یې مفهوم دا دی چې دولتي ځواک شکست منلی دی. ښار ته چې دښمن ته لاره ورکړې، مانا هر څه دې له لاسه ووتل.
په همدې بېګا له ملي ټلوېزيونه د ولسمشر غني وینا خپره شوه، وینا ته ډېرو خلکو تمه کوله، ټوله هېوادوال ولسمشر ته غوږ غوږ وو، خو د ولسمشر په وینا کې څه د کار خبره وا نه ورېدل شوه.
ولسمشر لکه یو سیاسي تحلیلګر داسې لګیا و، هغه خبرې چې ټوله ورځ په خواله رسنیو کې اورو، له کارشناسانو یې اورو، ولسمشر هم همدا خبرې تکرار کړې. 
ولسمشر د هلمند جګړې ته هم نغوته وکړه چې د نشه‌يي توکو مافیا په‌کې لاس لري، خو د ټول جنګي وضعیت په اړه یې برداشت روښانه و چې ګویا بې‌کفایته او غیرمسلکي کسان د نظامي قوماندې په سر کې وي، حالات بدلیدلای نه‌شي، لا ترینګلي کېږي.
هیڅوک پوه نه‌شول چې د ولسمشر اشاره چا ته وه، ځان‌ ته که کوم بل چا ته؟ ځکه چې ولسمشر تر ټولو زیات د نظامي منصبدارانو په حق کې زیاتي ته مخه کړې ده. 
ده د یوه متوفي جنګسالار انوري زوی ته د جنرالۍ رتبه ورکړه، د جنرال دوستم د نازولي زوی پر ولي یې پوځي معتبر نښان ور وټومبلو او همداسې څه نور تعاملات یې هم د جنګسالار له دویم نسل سره ولرل چې په دې کار جنګسالاران له ځانه راضي کړي. 
اوس دا جنرالۍ ټولې له کاره لوېدلې دي، د جنرالانو امتیازات په کابل کې په نازدانه‌ګانو وېشل کېږي، څوک چې جنرال شي، د جنرال امتیازات غواړي، خو ولسمشر به کله هم په دې و نه توانېږي چې دا اعزازي جنرالان هلمند، کندوز، روزګان، فراه یا بل ولایت ته د جنګ لومړۍ کرښې ته ولېږي.
په هلمند کې پولیس او سربازان نهایت مایوسه دي، دوی اوس سیمې نه‌شي ساتلای، که ډېر همت وکړي، نو د خپلې بقا جنګ به وکړي، خپل ځانونه به وساتي او که ځان نه ساتي، نو وژل کېږي، اما مرګ یې له بده مرغه کوم ځای نه نیسي، ځکه چې د دوی قوماندانان نهایت بې‌غوره، نااګاه، ناپوهه، غیرمسلکي او غیرمتعهد خلک دي.
د هملند خلک وايي، د هملند طالب له کابله حمایه کېږي، په کابل کې د هلمند لویه مافیا په پارلمان او نورو څوکیو کې ناسته ده. د هلمند د مافیا کابلي سرلاري، د جمعې او اختر په ورځ پنځه لوېشتې جوړ کړی خامکي ګرېوان واغوندي، مشدۍ لونګۍ وتړي، برنډ بوټونه پښو کړي او د جمعې او اختر لمونځ د ولسمشر غني ترڅنګ د ارګ په جومات کې ادا کوي. ولسمشر د دوی په خیانتونو پوهېږي، خو له دوی سره غرض نه‌ کوي. هلمندیان ادعا نه کوي، بلکې په ثبوت یې رسوي چې د هلمند پنځه مخور چې په پارلمان او نورو منصبونو کې دي، له طالبانو سره ناستې پاستې لري، کله په کویټه، کله دوبۍ کې، دوی د خپلو ولسوالیو د سقوط معامله کړې ده، دوی خپل خلک د خپلو خلکو پر ضد جنګوي او په نهایت کې د دوو هدفونو له‌پاره لګیا دي؛
له یوې خوا غواړي اوسنی حکومت چې دوی په‌کې حداقل سهم لري، یا یې هیڅ نه لري، وننګوي او په طالب یې وډار کړي. دوی دا کار د باج ګیري او ځان مهم کولو له‌پاره کوي، له بلې خوا دوی هر یو یې د نشه‌يي توکو د مافیا رهبري کوونکي دي. دوی په تورو تاریاکو لړلي مفسدین دي چې که په هلمند کې وضعیت ترینګلی وي، د دوی کاروبار به دوام کوي او د تورې سرمایې اندازه به یې ورځ تر بلې زیاتېږي.
په هلمند کې د همدې فاسدو هلمندي مخورو په اشاره ځینې قوماندانان هم د جنګ فساد کوي، دغو کسانو د خپل نفوذ له لارې ګڼ کسان د ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او حتا د پوستو د قوماندانانو په توګه په دندو ګمارلي.
کله چې د دې مخورو له طالب سره ستونزه راشي، هم دې قوماندانانو ته وايي چې مقاومت وکړي او کله یې چې ګټې په سازش کې راشي، بیا ورته وايي چې پلانۍ سیمې ته د طالب له‌پاره سقوط ورکړئ.
تاسې وړم کال د نوزاد د سقوط شاهدان واست چې ولسوالي په دوه سوه لکه کلدارې په طالبانو خرڅه شوه او همدا پیسې بیا همدا مخور مفسیدين او د نشه‌يي توکو مافیا ورکوي. 
پاکستاني استخبارات د همدې مافیا او فاسدو مخورو پر اوږو سپاره دي، یو لوی او مهم ولایت یې په یوه لوی خطر بدل کړی او سقوط یې دولت ته د حیثیت په بیه تمامېدای شي.
که ولسمشر په دې ټول وضعیت غور و نه کړي، په هملند کې بنیادي مقامي تغیرات را نه ولي، وګڼئ چې لوی سرخوږی به جوړ شي او بیا به هیڅکله هلمند عادي حالت ته راستون نه‌شي.
سرخط ورځپاڼه