ولسمشر بريد په شديدو ټکيو وغانده


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سرخط ورځپاڼه
  • 1341

 پر صدارت څلور لارې تر برید وروسته ۴ شکمن کسان نږدې څلوېښت دقیقې په سیمه کې وو، خو امنیتي او کشفي ارګانونو یې په اړه مالومات هم نه درلودل. بريد رښتيا همدې کسانو کړی؟

برید کوونکی په امبولانس موټر کې تر لومړي قرول تېر شوی، خو پولیسو بې له دې چې امبولانس وپلټي، اجازه ورکړې چې مخکې ولاړ شي. دا باید په ډاګه شي چې دا امبولانس د کوم روغتون و او په کابل کې تر دې ځایه د ګرځېدو اجازه چا ورکړې ده؟ امبولانس یوازې د یوه الارم په روښانه کولو هر ځای تللای شي؟

لا د انټرکانټينينټل په برید کې د افغان شهیدانو د وینو رنګ نه دی پاک شوی، لا د فرزان، مومند، پاچاخېل او نورو د یتیمو اولادونو اوښکې نه دي وچې شوې، لا د کانټينينټل پر سپینه ودانۍ د طالب د وحشت تور داغ نه دی ورک شوی او لا د شهیدانو د غسل تختې لندې پرتې دي چې کابل یو ځل بیا په وینو سور شو.
پرون نږدې یوه بجه طالبانو د صدارت څلور لارې ته څېرمه، جمهوریت روغتون ته مخامخ د کورنیو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ په دویم قرول برید وکړ چې لږ تر لږه په‌کې ۹۵ تنه شهیدان او تر یو سل او پنځوس زیات ټپيان شول.

لومړني مالومات ښيي چې په دې برید کې له یوه امبولانس موټر څخه ګټه پورته شوې، هغه چې د ناروغ په نوم په‌کې ځانمرګی برید کوونکی تر لومړي قرول تېرېږي، خو کله چې په دویم قرول کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا د درېدو اشاره ورته کېږي، امبولانس ته چاودنه ورکوي.
د پېښې عیني شاهدان وايي، برید داسې مهال وشو چې ډېری دولتي مامورین د غرمنۍ له خوړو وروسته بېرته دفترونو ته تلل او ډېری ملکي وګړي د دفترونو د بیا رسمیاتو پیلېدو ته په سیمه کې انتظار ولاړ وو.

د پېښې ګڼ شمېر قربانیان هغه ملکي وګړي دي چې د جمهوریت روغتون ته یې خپل ناروغان د درملنې له‌پاره ور وستي وو او ګڼ شمېر خو یې ان په روغتون کې د درملنې پر بستر شهیدان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، برید حقاني شبکې د وسله‌والو طالبانو په مرسته کړی، خو دوی یې په تور ۴ تنه شکمن کسان نیولي دي. 
د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي پرون مازدیګر ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، شکمن کسان تر برید نږدې ۴۰ دقیقې وروسته ونیول شول، هغه ټکی چې ګڼې پوښتنې را ولاړوي. 
په دې مانا، که چېرې وسله‌والو غوښتلای، بل برید یې هم کولای شوای او حکومت به لاس تر زنې ناست وای.

دا ټکی دا هم ښيي چې زموږ کشفي ارګانونه دومره غافله دي چې تر څلوېښتو دقیقو هغه کسان چې په برید کې لاس لري، د هغوی تر زنې لاندې ګرځي، مګر دوی یې څرک هم نه شي لګولای. 
هغه وېډیو چې شکمن کسان په‌کې نیول کېږي، ښيي چې دوی په پوره ډاډ له سیمې تېرېږي، لکه د خپل کلي په کوڅو کې چې ګرځي، خو د ملي امنیت یو سرتېری پرې غږ کوي چې ودرېږئ، وروسته دا کسان د سړک پر غاړه په جالیو تړل کېږي، څو تفکیک شي.

تر برید وروسته جمهوري ریاست، اجراییه ریاست او ګڼو نورو هېوادونو د غندنې اعلامیې خپرې کړې، ارګ پېښه د دښمن ماتې وبلله، اجراییه رياست پرې خفګان څرګند کړ او ناټو بیا ګواښ وکړ چې که طالبان سوله و نه کړي، و به وژل شي.
خو د دې برعکس شنونکي بیا وايي، حقیقت بل ډول دی، دښمن لا هم ماتې نه ده خوړلې او ان دومره ډاډه شوی چې د ارګ تر دروازې را رسېدلی، ارګ په ژمني خوب ویده دی.

د ناټو ګواښونه هم پیکه دي، طالب سوله نه کوي، که یې کولای، د وینو درېدو ته به یې زمینه برابره کړې وای. 
د ترهګرۍ پر ضد د خپلې مبارزې او د تشې غندنې په پالیسي له سره غور وکړئ، ځکه دا دښمن نه د سولې لاس پېژني او نه د سولې پر کلمه باور لري، بلکې د زور په ژبه پوهېږي او د توپک شپېلۍ ته یې سپینې تښتي.
سرخط ورځپاڼه