ما بدین در نه پی حشمت و جاه آمده‌ایم: از بد حادثه این جا به پناه آمده‌ایم

ما بدین در نه پی حشمت و جاه آمده‌ایم: از بد حادثه این جا به پناه آمده‌ایم


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالغفور لېوال
  • 1045

تېره اوونۍ د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل یوه خبره وکړه چې نړۍ یې وخوځوله. خبره د سوریې، عراق، شمالي افریقا، افغانستان او نورو هېوادونو د کډوالو له هغه بهیره راپاڅېدله چې په دې وروستیو کې د اروپا خوا ته ورپیل شوی دی. 

لسګونه زره خلک په بېړیو کې ورروان دي او سم نیمايي يې ډوبېږي، تر اغزنو تارونو اوړي، نیول کېږي، وږي دي، سرګردانه دي، سپکېږي او ماشوم له موره ورکېږي.
کوچنی قیامت همدې ته وايي چې مور زوی و نه پېژني. د ترکیې په سواحلو کې د یوه دوه کلن ماشوم د معصوم مړي تصویر چې په ښکلو جامو کې پړ مخې پروت دی، نور هم دنړیوالو وجدان او عاطفه (که په دې نامه کوم ارزښت لاپاتې وي؟) ولړزول، خو مېرمن مېرکل څه وویل؟ دې ته به بېرته ور وګرځو: 
"خپلو راتلونکیو نسلونو [ماشومانو او لمسیانو] ته به ووایو چې د اسلامي هېوادونو ټول کډوال زموږ لوري ته راغلل، حال دا چې (مکه) تر موږ ډېره ورته نږدې وه!"
مېرمن صدر اعظمه څه وايي؟ څه غواړي؟ او څه زبادوي؟ 
دا جدي پوښتنې دي، دا وینا د نننۍ زمانې (د تمدنونو د تفاهم) یا (د تمدنونو د تقابل) پر څوکو د یوه کرکجن، خو رښتیني شعار په توګه ټکوهل شوه. 
دې وینا ته غبرګونونه احساساتي، عاطفي، منطقي، سیاسي او کله کله هیجاني وو. 
"مکه" یوازې یو ښار نه دی، بلکې د اسلامي نړۍ سمبول دی، د ستر سپېڅلي دین پلازمېنه ده، د بډایه عربي نړۍ د ثقل مرکز دی، د تېلو او ګازو د دنیا نښه ده، د عربي غرور تاج دی او د دې شعار زیږنځای دی چې: 
"ټول مسلمانان سره خوېندې او وروڼه دي!" خو همدا سرګردانه خوېندې او وروڼه دغه بډای ښار ته نه ورځي، بلکې د یهودو او نصاراوو دنیا ته د مرګ په قیمت ور روان دي. ګوندې که د نهنګانو له غاښونو بچ شول او هلته یې ځان ځوړنده ډوډیو ته ورسولای شو؟! 
د انګېلا مېرکل پېغور تریخ دی، زهرجن دی، ځپونکی دی، خو رښتیا دی. له همدې ځایه یوه پاراډکسي مشاجره پیلېږي: 
د مېرکل د خبرې مخالفان: وشرمېږه! ته لا ځان ته د بشري حقونو پلوي وایې! دا ورځ د چا له لاسه پر اسلامي هېوادونو راغله؟ همدا ستاسې دسیسې او لاسوهنې وې چې مسلمانان یې دې ورځې ته اړ کړل او دا دی د تاریخ یوه بله فاجعه راپېښه شوه. داعش چا راوپنځاوه؟ بنسټپالي چا رامنځته کړه؟ د سپټمبر د پېښې تر شا څوک وو؟ وسلې دچا دي؟ بمونه او الوتکې د چا او بمبارۍ څوک کوي؟ د عربو او اسلامي نړۍ حکومتونه چا ړنګ کړل او په دې ټوله غمیزه کې پټ لاسونه د چا دي؟
د مېرکل د خبرې پلویان: د صدر اعظمې دا خبره په حقیقت کې د عربو مستبدو، عیاشو او ځانغوښتونکیو مشرانو پر مخ د پېغور یو کلکه څپېړه ده. پر اسلامي نړۍ د ریشخند خندا ده او د خپل مدنیت، پرمختګ او هوښیاري ثبوت دی. دا سمه ده چې په اسلامي نړۍ کې د لوېدیځ لاسوهنو دا هرڅه راپېښ کړل، خو لاسوهنو ته چا لاره هواره کړه؟ د اسلامي نړۍ نیمايي مشران د لوېدیځ لاسپوڅي شول او نیم یې دښمنان، یوه هېواد د خپل مسلمان ګاونډي د ځپلو لپاره له یهودو او نصاراوو څخه پيسې او وسلې واخیستې او د خپل ګاونډي ماشومان یې قتل کړل. پاکستان له امریکا څخه میلیارډونه ډالر واخیستل او د (دین) په نامه یې افغان ماشومان، ښځې او عام خلک ووژل. 
ایران او سعودي عرب یوې خوا ته، د عراق، سوريې او یمن شعیه او سني ډلې له بلې خوا، بس پر مسلمان امت یې ځمکه د اور تبۍ کړه او دا هرڅه پېښ شول. 
چې د بل په چارو کې د لاسوهنې وس ولري، هر څوک لاسوهنه کوي، خبره دا ده چې ته ولې د بل لاسوهنې ته لار هواروې؟ 
د مېرمن مېرکل د خبرې موافقان او مخالفان سره ونښتل، د منطقو بحث پیل شو او مېرمن مېرکل ورته کتل، پرشونډو یې موزیانه موسکا خوره وه او په شناورګو سترګو کې یې د بریا عجیبه نښې برېښېدې. 
ها خوا د کډوالو د نویو څپو خبرونه لا پسې تودېدل، د نورو ډوبو شویو ماشومانو عکسونه راوتل او د هغو ښځو اوښکو لارې کولې چې خپل عزیزان یې په کنګلینو لاریو کې له لاسه ورکړي وو. 
په کابل کې د پاسپورټ ریاست تر شا خلکو شپې سبا کولې او کتارونه همداسې پسې اوږدېدل. د دروغجنو، مکارو او تېرايستونکیو انساني قاچاقبرو جېبونه پړسېدل. 
په دې منځ کې عاطفه، انساني ارزښتونه، بشري حقونه او د کډوالو په اړه نړیوال کنوانسیونونه... ټول سرګردان وو، دوی ته هيڅ ځای نه و. 
اوسني سیاستونه یوازې (ګټه او اقتدار) پېژني، د عاطفې او بشري زړه سوي په نامه هيڅ هم وجود نه لري. لوېدیځ د راروانو سلو کلونو لپاره ستراتېژي‌ګانې لري، کمزوري، مستبد او بې‌شعوره ملتونه باید احمق کړلای شي، په خپلو منځونو کې د عقیدې او نورو باورونو په نامه سره وجنګول شي او لوېدیځ باید د (انرژي، خامو موادو، بشري ځواک، تولید، مارکېټ او بالاخره ګټې) تعادل، وېش، مدیریت او ملکیت همداسې له ځانه سره وساتي. 
ټوله لوبه همدا ده. ښکېلاک او زبېښاک هماغسې روان دی، یوازې یې تکتیکونه او وسایل نوي شوي، پېچلي شوي او په لا نوره هوښیارۍ سره عملي کېږي. 
دلته لا هم د استنجا پراصولو دعوا ده چې په کوم لاس وشي، پر دې دعوا کېدای شي خبره جدي شي او ټوپک ته لاس اوږد شي، بس پر همدې هم لس دوولس کسان وژل کېدای شي چې وینې وبهېدې او غمیزه پېښه شوه، نو د استنجا اصول هېر شي، بیا نو زموږ هوښيار سیاستوال لوېدیځ ملامتوي چې ولې یې ټوپکونه رالېږلي او ولې یې یو اړخ لمسولی چې بل اړخ د استنجا د اصولو په بهانه ووژني؟ 
د انګېلا مېرکل د هېواد ویاړ او تر ټولو ستر جرمن شاعر (ګویتې) څو پېړۍ پخوا لا د شېرازي حافظ د دېوان ګڼ غزلونه د (شرقي دېوان) په نامه خپلې ژبې ته ژباړلي وو، نه پوهېږم چې صدر اعظمې به لوستي وي که نه؟ او ایا د حافظ په همدې بیت به ور برابره شوې وي که څنګه؟ 
ما بدین در نه پی حشمت و جاه آمده‌ایم
از بد حادثه این جا به پناه آمده‌ایم
خبره دا ده چې دا کډوال خو له مستۍ نه درځي، بلکې ستاسې د پټو او ښکاره لاسوهنو، دسیسو، په ګټې پسې د اخلاقو او عواطفو هېرولو، وسلو او استخباراتي لوبو له لاسه پکو دي. بله خوا دلته د پراخ جهالت، بې اتفاقۍ، د خپلو سیاسي مشرانو د جنون تر بریده له واکغوښتنې، استبداد، بې‌رحمۍ، بې‌تفاووتۍ او ځانځانۍ څخه په تکلیف دي. 
دا پاراډوکسي بحث پایلې ته نه رسېږي، د انګېلا مېرکل پلویان او مخالفین دواړه کلک منطق لري. 
ـ  (کافر لوېديزوال لاسوهنه او دسیسه کوي!) 
ـ  (نه! هغوی خو یې کوې، نو ته ولې اجازه ورکوې چې و یې کړي؟ ته ولې د هغوی د ګټو لپاره خپل مسلمان هېوادوال وژنې؟) 
دا دوه متضاد منطقونه همداسې لا شاربل کېږي؟ 
دا کیسه به همداسې روانه وي او دا پاراډوکسي او متضاد منطقونه به پایلې ته و نه رسېږي، تر هغو چې مسلمانان د خپل دین دا خبره و نه مني چې: دمسلمان وینه پر مسلمان حرامه ده! 
او د مېرمن مېرکل موزیانه خندا او زهرجن پېغور به همداسې انګازې کوي، تر هغو چې موږ دا و نه منو چې: 
د افغان په لاس د افغان وژل حرام دي، د کفارو او ګاونډیو په لمسون جنایت دی او ځان تباهي ده!
سرخط ورځپاڼه