د ژوند په سختيو کې دا ۵ خبرې په ياد لرئ!

د ژوند په سختيو کې دا ۵ خبرې په ياد لرئ!


  • 1 کال دمخه (28/11/2023)
  • بصیره وزیري
  • 452

۱- هېڅ شی دايمي نه دي، غم فقط همدا اوس غم دی، دا به تل نه وي، صرف اوس یې وزغمئ، دا ستونزه ستاسې د ژوند يوه ستونزه ده، ستاسې ژوند نه دی.

 

۲- تر دې بد هم پېښېدلی شوی، اوس دا ده تاسې روغ يئ، کېدی شي مالي زيان مو کړی وي، يا کېدی شي يوه ناروغي ولرئ، خو بيا هم ژوندي ياست، شفاء مو په برخه کېږي، کېدی شي داسې مريض وئ چې هېڅ تداوي مو نه وي.

 

۳- هېڅوک نه پوهېږي سبا څه کېږي، کېدی شي سبا د داسې يو وړانديز، داسې يو فرصت سره مخامخ شئ چې ټول غمونه مو درنه هېر کړي، دنيا په امېد خوړل کېږي.

 

۴- غښتلي اوسئ، د ژوند پوخوالی هغه وخت ښکاره کېږي چې د سختو حالاتو په وړاندې خپله حوصله له لاسه ورنکړئ.

 

۵- هېڅ څيز ستاسې روح ته زيان نشي رسولی، ستاسې حقیقي هويت حقيقي موجودیت ستاسې روح دی، دا چې تاسې شعور لری او دا چې تاسې د ژوند حس کوی دا قوت د روح دی، تاسې به په مالي او بدني لحاظ زيان ليدلی وي، خو ستاسې حقیقت ستاسې په پاک نیت پورې اړه لري، هغه ته څوک زيان نشي رسولی.