فرانسه: د طالبانو رسمیت پېژندلو لپاره ځینې شرایط لرو

فرانسه: د طالبانو رسمیت پېژندلو لپاره ځینې شرایط لرو


  • 3 کاله دمخه (30/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1071

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، له طالبانو سره خبرې د دې ډلې رسمیت پېژندلو په مانا نه دي او په خبره یې، چې د دوی د رسمیت پېژندلو لپاره خپل ځینې شرایط لري.  

نوموړي ټینکار کړی، چې طالبان باید له بهرنیو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او له یادو ډلو سره د اړیکو پرېکون د فرانسې سره کرښه ده. 

هغه دغه‌راز د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې طالبان باید بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو حقونو او ازادۍ ته پوره ژمنتیا ولري او که طالبان دا چاره عملي نه کړي؛ نو فرانسه به هېڅ‌کله هم طالبان په رسمیت ونه‌پېژني. 

د مکرون په باور چې په افغانستان کې اوس هم د ډېری خلکو ژوند  په ګواښ کې دی او دوی له خپلو متحدینو سره په همغږۍ هڅه کوي؛  ترڅو له طالبانو سره د هغوی د خوندي اېستلو لپاره یو توافق ته ورسېږي.