د پکتیا ولایت د پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د تندر رالوېدلو له امله یو ماشوم وژل شوی او پنځه تنه نور ژوبل شوي دي.
دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې تندر تېره شپه شاوخوا نهه بجې په برسیجنک سیمه کې رالوېدلې او د رالوېدلو لامل یې اورښتونه یاد شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ژوبل شوي کسان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې شاخوا ۲۰ ورځې وړاندې هم په هلمند ولایت کې په ورته پېښه کې یو کس ووژل شو.