دې لیکنه کې د ښاغلي پسرلي صیب د «اوټ اف کانټېکسټ» نیوکو او انتقادونه ته ځواب ویل شوی او وضاحت ورکړل شوی دی. دا لیکنه مې ځکه وکړه چې شاید ځینو ته زما د کتاب په اړه اندېښنې او پوښتنې پیدا شوې وې.
د یو کتاب لوستل او بیا په هغه نقد په علمي نړۍ کې څو اصول لري. لومړی باید ټول کتاب ولوستل شي. د کتاب نوم، پښتۍ، موضوعګانو انتخاب، متن، تاریخي تسلسل، منځپانګه او نور اړوند مسایل دې لوستونکو ته وپیژندل شي. بیا يې د ښو او بدو شننه کېږي او په اخره کې نقد کوونکی خپل نظر او وړاندیزونه مخې ته کوي. د دې ټول کار لپاره باید منتقد له هر ډول شخصي مسایلو څخه ځان لېرې وساتي. زما پر تازه چاپ شوي کتاب: « درې پېړۍ په افغانستان او نړۍ کې د کرکټ تاریخ» ایمل پسرلي «ځغلند نظر» خپور کړی دی. مخکې له دې چې د هغه نیوکو ته ځواب ووایم، دا خبره کوم چې د هغه له لیکنې ماته درې خبرې راڅرګندې شوې:
۱- د ځینو مسایلو د معلوماتو د ښه والي لپاره يې کوچني انتقادونه په ځای دی. زه یې د لیکوال په توګه منم او اصلاح کېدای شي، کومه لویه خبره نه ده!
۲- بل د معلوماتو د سرچینې اختلاف دی، مثلآ په یوه سرچینه کې به تاریخ ۲۰۲۰لیکل شوی وي په بل کې ۲۰۱۹، خو مهمه دا ده چې معلومات یې دقیق وي. زما د کتاب ټولې سرچینې شته او هره خبره د اسنادو په اساس لیکل شوې ده، زه د خپلې هرې خبرې او د کتاب د هرې جملي مسول یم، خو منتقد نه دي ویلي چې هغه خپل معلومات له کومه کړي دي چې زما ټول کتاب یې پرې رد کړی؟ ګوګل او وېکېپېډیا معلومات ورکوي خو علمي سرچینې نه دي. د پوهنتون په سطح د څېړنو لپاره ګوګل او ویکیپیډیا "غیر مستند" سرچینې دي خو دا خبره هغه چا ته نه وي معلوم چې لوړې زدکړې يې نه وي کړې!
بله خبره دا چې د سرچینو ناخبري، د یو کتاب د رد سبب نه شي کېدای او نه څوک لیکوال ته وايي چې دا تېروتنې په ټول کتاب او «.....پر نورو پاڼو باور ټکنی کوي». دا په لیکوال یو برید دی او د هغه شخصیت تر پوښتنې لاندې راوستل دي، چې په ځینو هېوادونو کې محکمې ته هم رسېدای شي.
۳- درېیم اعتراض بیا دا وي چې یو کس راشي او بې دلیله او بې کوم علمي بنسټ اعتراض وکړي. دا شخصي غچ یا «بدنیتي» بللی شو، ځکه اعتراض په ټول کتاب یا په مشخص چپټر/چپټرونو کیږي. انتقاد داسې نه وي چې ته یوه-یوه جمله را واخله او ټول کتاب پرې رد کړه. دې ته په انګلیسي کې ( (Out of Contextوايي مانا دا چې له ټول چپټر څخه یوه لنډه جمله رابهر او ټول کتاب او چپټر پرې قیاس کړه او بیا رد کړه چې لوستونکې پرې دوکه شي؟ دا کار هغه خلک نکوي چې لوړې زده کړې ولري او د کره کتنې او کتاب د ارزونې په علمي اصولو پوه وي.
هر یو کتاب څه نا څه معلومات او تفریح لري خو داسې ښکاري چې دغه ښاغلي زما کتاب مخ ته ایښی او د ټکولو لپاره يې ترې مواد غوره کړي دي. زه نه وایم چې زما کتاب به تېروتنې نلري، بلکل به یې لري، انسان یم تېروتنې کوم، خو آیا په دې ۵۰۰مخونو کتاب کې دغه ښاغلي ته هېڅ داسې معلومات یا نوې خبره نه وه چې ده یاده کړې وای؟ دی په خپله وايي چې ټول کتاب یې نه دی لوستی، خو کتاب یې ټول رد کړی دی او خپلې لیکنې ته پر «کتاب» د ځغلند نظر عنوان ورکړی دی.
د ښاغلي پسرلي د لیکنې پیل داسې دی: «جعفر هاند نژدې يوه نيمه لسيزه کېږي چې پېژنم. مستعد او د کار سړی دى. يادېږې مې چې په رپوټونو پسې به لېواله ګرځېده،...» دا څه مانا؟ دا له کتاب سره څه تړاو لري؟
په تبصره کې معمولآ د کتاب لیکوال یا د هغه د نورو لیکنو په اړه لنډ لیکل کیږي، د هغه شخصي یا رسمي کارونه څوک نه یادوي. ښايي هدف یې دا وي چې وښايي منتقد تر لیکوال ډېر مجرب دی، بله مانا یې نو څه کېدای شي؟ له مسئلې د باندې خبره.
ښاغلي پسرلي سره د دغې لیکنې تر خپرېدو مخکې ما په تیلیفون خبرې وکړې او په وار وار یې همدا یوه خبره تکراروله چې « که ستاسو اجازه وي، دا لیکنه کوم.....» ما ورته وویل په کتاب تبصرې ته د لیکوال اجازه څوک نه غواړي! ما ورته یو ټوکه هم وکړه په دې اړه. خو دا خبره مې هم ورته وکړه چې که تاسو په علمي اصولو برابره لیکنه کوئ، زه مطمین یم چې زه او ډېر خلک به یې خوښ کړي؟
اوس به راشو ځینو بېلګو ته چې پسرلي صیب پرې انتقاد کړی دی. دلته به مشت نمونه ی خروار راواخلو، ځکه که ټولې بېلګې یې را واخلو ښايي لیکنه د لوستونکو حوصله تنګه کړي. ما مخکې وویل چې «ځینې بېلګې» یې دا ښيي چې په کتاب کې ټایپي تېروتنې او یا تاریخ مخکې وروسته لیکل شوی، خو ټول انتقادونه او ټولې بېلګې یې داسې نه دي:
اعتراض: دی وايي: ..... د بېلګې په توګه (لیکوال) د یوه کتاب حواله ورکړې خو ورسره یې د کتاب هغه پاڼه نه ده ياده کړې چې ده ترې دغه خبره را اخیستې،..
ځواب: په څېړنو کې موږ د معلوماتو سرچینې معمولآ څه ډول کارولی شو چې درې یې مشهور دې: اي پي ای، ام ال او ای شیکاګو. دا اول دوې برخې یې د سایکالوژۍ، تعلیم او ساینسي او نورو برخو کې کارول کیږي. دا درېیمه یې په تاریخي، هنري او اداري مسایلو کې کارول کیږي. ما هم کتاب کې په همدغو اصولو سرچینې کارولې دي، خو نپوهېږم چې ستاسو انتقاد پرې په کوم دلیل دی؟
اعتراض...د کتاب په ١٢ مخ کې راغلي: ٬٬کرېکټ دا مهال پرافغانستان سربېره په رسمي ډول د نړۍ په څه باندې ۱۱۰هېوادونو کې کېږي....اى سي سي په حساب د ۲۰۲۰ کال تر جنوري د کرېکټ د نړیوالې شورا د غړیو شمېر ۱۰۴ هېوادونه دي. ۱۲ بشپړ غړي او ۹۲ نور چې اي سي سي په رسمیت پېژندلي دي نو په رسمي ډول، وايي ټول ټال ۱۰۴ هېوادونه دي، نه ۱۱۰ ...
ځواب:دلته منتقد خبره اوټ اف کانټېکسټ کړې ده. اوله دا چې په همدغه کتاب په۵۵-۵۶مخونو کې د ټولو هغو هېوادونو نومونه او تاریخونه لیکل شوي دي چې کرکټ کوي او کرکټ یې پیل کړی دی، سرچېنه یې ښکاره لیکل شوې. دویمه دا چې یو هېواد دی او بل هغه سیمې دي چې کرکټ په کې کیږي، خو هېوادونه نه دي، په کتاب کې هغه ټول یاد شوي او واضح شوي دي. مګر منتقد یوه جمله رااخیستې او ټول چپټر او معلومات یې پرې رد کړي دي. اوټ اف کانټېکسټ.
اعتراض. ۱۵:مخ: ٬٬شل اوریزې لوبې بیا په ۲۰۰۵م کې پیل شوې.،، وايي که خبره د نړیوالې شل اوریزې لوبې وي نو لومړنۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۰۴کال د اګست په پنځمه نېټه د انګلنډ او نیوزیلنډ د ښځو لوبډلو تر منځ وشوه...
ځواب: دلته هدف د نارنیو نړیوالې ۲۰اوریزې لوبې دي، د ښځو او کلب لیول نه. کله هم چې د کرکټ په تاریخ خبره کیږي، د نارینو کرکټ اول مطرح کیږي او بیا د ښځو کرکټ دویم. ځکه کرکټ اول نارینو پیل کړی دی. یو مهال کرکټ ته د هلکانو لوبه هم ویل کېده، دلته هم هدف همدا د نارینو کرکټ دی چې په ۲۰۰۵ پیل شوی دی. د کرکټ نړیواله شورا په خپل رسمي ویبسایټ کې لیکلي دي چې د کرکټ ۲۰اوریزې نړیوالې لوبې په ۲۰۰۵پیل شوې دي، د کتاب سرچینه هم د کرکټ نړیواله شورا ده. خو د پسرلی صیب سرچینه معلومه نه ده او ټول چپټر یې رد کړی دی- اوټ اف کانټېکسټ.
اعتراض:۲۴ مخ: ٫٫ په جنوبي افریقا کې د کرېکټ د ټسټ لومړنۍ لوبه په ۱۸۰۸ م کې په کېپ ټاون کې د ځايي کارګرو د دوو لوبډلو ترمنځ وشوه.،،وايي ټسټ لوبې یوازې او یوازې د ای سي سي د بشپړو غړو هېوادونو ترمنځ کېږي د کلبونو ترمنځ لوبې ټسټ لوبې نه وي....
ځواب: هغه وخت تر ډېره فرسټ کلاس لوبې کېدې او فرسټ کلاس په خپله یو ډول ټست لوبه ده. د کتاب ماخذ د جنوبي افریقا د کرکټ تاریخ دی او هلته همدا خبره شوې ده. خو پسرلی صیب یې نه مني!
اعتراض. ۲۵ مخ٫٫په ۱۹۸۰ م کلونو کې ویسټ انډیز، انګلنډ، سرېلنکا او استرالیا د کرېکټ لوبډلې جنوبي افریقا ته د سیالیو لپاره سفرونه وکړل.،،وايي د دغو هېوادونو لوبډلو نه بلکې د دغو هېوادونو ځینو هغو لوبغاړو چې باغیان بلل شوي وو د پیسو لپاره سویلي افریقا ته ولاړل...
ځواب: زه د یو لیکوال په توګه هېڅ یو لوبغاړی ته باغی نشم ویلی. هغه ټول لوبغاړي د جنوبي افریقا د کرکټ بورډ په رسمي بلنې تللي وو او د دغو هېوادونو لوبډلې وې چې هلته یې سیالۍ وکړې. ما نه دي لیکلي چې د هېوادونو ملي لوبډلې، اوټ اف کانټېکس. لطفآ د کتاب سرچینو ته مراجعه وکړئ او داستان پوره ولولئ او لوستونکو ته یې پوره بیان کړئ.
اعتراض. ۲۷مخ٫٫ هند په ویست انډیز پسې دویم هېواد دی چې دوه ځلې یې د کرېکټ د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جامونه ګټلي دي.،،نه هند دریم هېواد دی. لومړی ویسټ انډیز و...
ځواب: دلته هدف دا نه دی چې هند تر ویسټ انډیز په کتار کې دویم دی، دلته هدف دا دی چې هم هند او هم ویسټ انډیز دوه-دوه ځلې نړیوال جامونه ګټلي دي. په کتاب کې د کرکټ د نړیوال جام تاریخچه کې هر څه واضح دي، خو څه وکړو چې منتقد صیب ټول کتاب نه دی لوستی او هر څه یې رد کړي دي.
اعتراض ۳۱مخ٫٫پاکستان په کرېکټ کې هومره اوږد تاریخ نه لري. دا هېواد تر ۱۹۴۸ م پورې د هند برخه وه.،، پاکستان د ۱۹۴۷ کال په اګست کې له هنده جلا شو.
ځواب: اصلي هدف کرکټ دی، که سیاسي وېش یې هم ګڼئ، دا جمله ستونزه نلري. اصلي سرچینې ته مراجعه وکړئ. خو نه مو ده کړې!
اعتراض: بل ۳۲ مخ : ٫٫ د پاکستان د کرېکټ د لومړنۍ ملي لوبډلې لوبغاړی فضل محمود د هند ملي لوبډلې ته هم غوره شوی و. د پاکستان تر جوړېدو مخکې یې په ۱۸۴۴ م کې د شمالي هند د کرېکټ ټولنې د لوبډلې لوبغاړی و.،،فضل محمود په ۱۹۲۷ کال کې زېږېدلی دی، نو په ۱۸۴۴ کال کې یې څرنګه لوبه کوله؟
ځواب: یو ماشوم هم پوهېږي چې دا به ۱۹۴۴م وي او دلته ټایپي تېروتنه شوې ده. خو څوک چې د یو چا په ټکولو پسې ملا وتړي، بیا هر څه ورته منفي ښکاري؟؟؟
اعتراض:۳۱مخ: ٫٫ دا لیګ ( پي ایس ایل ) د پاکستان د شپږو داخلي لوبډلو او ایالتونو ترمنځ سیالۍ دي.،، وايي په دې لوبډلو کې ایالتونه نشته، د شپږو ښارونو لوبډلې دي، پېښور، اسلام اباد، کوټه، لاهور، کراچۍ او ملتان
ځواب: دلته منتقدصیبب یا دقت نه دی کړی- د لوبډلو نومونه پېښور، اسلام اباد او لاهور دي/وو، خو همدا ځینې ښارونه د ایالتونو مرکزونه دي. د کرکټ ټول مینه وال پوهېږي چې دا ځینې لوبډلې د پاکستان د ځینو ایالتونو استازیتوب کوي، هاغسې چې د افغانستان د کرکټ زونونه دي. خو نپوهېږم ولې منتقد صیب ته دا خبره همناسمهاو غیر حقیقي ښکاره شوې ده. وايي کتاب کې لیکل شوي چې دا لیګ په ۲۰۰۵ کې پیل شوی، خو دا ۲۰۱۵ کې و، دا منو چې دا ټایي تېروتنه ده، دا لیګ زموږ د سترګو وړاندې پیل شوی او په همدغه متن کې د لیګ د اولو لوبو د تاریخ یادونه هم شوې ده. خو منتقد له اصلي متن څخه همدا یوه برخه رااخیسې او پر نورو خط کش کړی دی!.
اعتراض: ۱۷۹ ٫٫ د افغانستان ملي رادیو تلویژون د افغانستان د رسنیو او د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ټلویزیوني چینل دی چې په ۲۰۱۹ کال د کریکټ پنځوس اوریز نړیوال جامسیالۍ یې له میدان څخه په ژوندۍ بڼه خپرې کړې... د کتاب په ۱۸۵ مخ کې بیا راغلي: ٫٫ کله چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په ۲۰۱۰ کې په نړیوال جام کې لوبیده په کابل کې د موبي ګروپ په نامه د رسنیو یوې ادارې د نړیوالو لوبو د خپرېدو حق او امتیاز واخیست.،،چې په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان لمر تلویزیون نړیوال جام ژوندی خپور کړ بیا په ۲۰۱۹ کال څرنګه ملي تلویزیون د افغانستان د رسنیو په تاریخ کې لومړنی تلویزیون شو چې کرېکټ ژوندی خپروي؟
ځواب: په کتاب کې لیکل شوي چې ملي تلویزون لومړی تلویزون و چې د کرکټ د نړیوال جام د یوې ورځنیو لوبو ټولې سیالۍ یې په ژوندۍ بڼې خپرې کړې او خپل خبریالان یې د لوبو لپاره واستول. دلته دوې خبرې دي لومړی د ۵۰اورونو لوبه... دویمه میدان ته د خبریالانو استول. لمر تلویزون یوازې د تلویزوني خپرونې امتیاز درلود او میدان ته یې د تبصرو، مرکو او راپور ورکولو لپاره خبریالان نه وو استولي. خو منتقد صیب پسې مټې رانغاړلې دي او هر څه ورته منفي ښکاره شوي دي- اوټ اف کانټېکسټ.
اعتراض: ٫٫دا ټرافي ( رنجي ټرافي) په ۱۹۵۳م کې پیل شوه.،،رنجي ټرافي په ۱۹۳۴کال کې پیل شوه نه په ۵۳کالکې.
ځواب: دلته خبره یې بیا اوټ اف کانټېکسټ کړې ده. د همدغې چپټر په اخره کې ویل شوي دي چې رنجیت سنګ په ۱۹۳۳کې مړ شو او د ده مرګ نه یو کال وروسته دا ټرافي پیل شوه چې هماغه ۱۹۳۴ راځي. ټول داستان یې نه دی لوستی او همدا ټایپي تېروتنه یې در ښه دلیل ګڼلې ده. ښکاري خدای ښه موقع په لاس ورکړې وه.
اعتراض: ۱۲۹مخ : ٫٫ د ۲۰۱۰م د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو ته د غوراوي په سیالیو کې ریس احمدزي د ایرلنډ خلاف په حساس وخت کې ۵۰منډې وکړې او افغانستان بیا هغه لوبه وګټله.،، وايي ریس احمدزي د افغانستان لپاره ټولې پنځه یو ورځنۍ لوبې کړي دي چې په هغو کې یې تر ټولو ډېرې منډې ناسوځېدلې۳۹دي.
ځواب: دلته منتقد بیا دقت نه دی کړی، ما هلته لیکلي دي چې د ۲۰۱۰د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو د غوراوي په سیالیو کې رئیس احمدزي د ایرلنډ خلاف ۵۰مندې وکړې، ما کله ویلي چې په یوې ورځنیو لوبو کې ښاغلياحمدزي پنځوسیزه کړې ده؟
اعتراض: ۱۷۰مخ : ٫٫په ۲۰۱۹م کې یې بنګله دېش او ایرلنډ څخه ټسټ لوبې وګټلې. دریمه ټست لوبه ترې ویسټ اڼديز وګټله.،، وايي هغه د افغانستان دریمه نه څلورمه ټسټ لوبه وه، لومړۍ له هند، دویمه له ایرلنډ، دریمه له بنګله دېش او څلورمه له ویسټ انډیز سره شوې وه....
ځواب: دلته منتقد بیا دقت نه دی کړی. کتاب کې لیکل شوي دي چې په ۲۰۱۹کې یې له بنګله دېش او ایرلنډ څخه وګټلې او پر ویسټ انډیز وبایله. هدف دا دی چې دا لوبې په ۲۰۱۹کې شوې وې، له هند سره یې ټست لوبه په ۲۰۱۸کې وه په هغه هم په تفصیل سره بحث شوی دی. ؟
۱۷۲مخ : ٫٫د نولسمې پېړۍ په وروستۍ یا د شلمې په لومړیو کې رادیو او تلویزیون راووتل،، وايي دا دواړه د شلمې پېړۍ پیداوار دي. رادیو په ازمېښتي ډول په ۱۹۰۵ کې او تلویزیون په ۱۹۴۵کال کې خپرونې پیل کړې.
ځواب: د کتاب اصلي سرچېنو ته مراجعه وکړئ او لطفآ د خپلو دغو خبرو لپاره علمي مرجعه را په ګوته کړئ؟
۵۴مخ: ٫٫په ۱۸۰۹کې د دغو درېو هېوادونو کرکټ مشران کېناستل او د کرېکټ شاهي کانفرانس لومړۍ غوڼده یې وکړه.،، وايي دا غونډه په کتاب کې له راغلې نېټې یوه پېړۍ وروسته په ۱۹۰۹کې وشوه.
ځواب: دلته یې منتقد دوه کارونه کړي دي: اول کار یې دا کړی دی چې هم ټول او اصلي داستان نه دی یاد کړی او دویم کار د معمول په څېر په ټایپي تېروتنې یې ټول چپټر رد کړی دی- اوټ اف کانټېکسټ .
پسرلي صیب ته دا هم د کتاب د رد لپاره یو دلیل دی چې ما لیکلي دي افغانستان ۱۱۵ وکړې او هدف ۱۱۵ شو، ده لیکلي چې هدف ۱۱۶ شو، پنځه کلن ماشوم هم چې کرکټ کوي پوهېږي چې که ۱۱۵ رنز وي، هدف ۱۱۶ کیږي، خو پسرلي صیب ته د رد ښه دلیل په لاس ورغلی و.
نورې بېلګې یې هم شته، چې ما وویل «ځینې» یې سمې دي، اصلاح به یې کړو، خو په عمومي ډول د ایمل پسرلي له خوا دا پر کتاب تبصره نه بلکه د «عقدې» ښکارندوی ده. که پاتې ۵۰ فیصده کتاب هم ولولي نو ممکن څه نا څه ښه به پکې ورښکاره شي. کیدای شي چې د کرکټ په اړه نوره مطالعه هم وکړي ځکه آینده کې به دغسې نور کتابونه هم لیکل کېږی