د ډایکنډي ولایت چارواکي وایي ددغه ولایت په کیتي ولسوالۍ کې د واورې ښویدو له امله ۴ ماشومان مړه شوي.
د مسوولینو په وینا دغه پیښه د یادې ولسوالۍ په خارزار کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې ۱۵ ماشومان یو ښوونیز مرکز ته په لاره وو.
د هغوي په وینا له دغې پیښې ۱۱ ماشومان ژغورل شوي او ۴ تنه تر واورې لاندې شوي دي.
مسوولین وایي د ژمي په موسم کې ډایکنډي ولایت کې د واورو د اورښت له امله له ګڼو ولسوالیو او نورو ولایتونو سره نښولونکې لارې بندې وي.