لنډه کیسه
حوره د بل شوه!
لیکوال: امان الله عابد
طبیعت مې خټه و، چې کړنک مسج راغی لیکلي یې وه، ستړی مه شې ګرانه، څه کیسې دي ؟!
زړه کې مې وویل، دا نو څوک شو، زړه نا زړه مې ورته ولیکل زه ښه یم مننه!
وایه کنه له تا یې اورو، خیر خبرې مو تېرو بېر کړې ویل یې رسنیز ډګر کې دې څارم ځانګړی مینه وال دې یم.
سړي ځان نه معرفي کوه، تل یې راته مسجونه کول ، څه باندې پینځه میاشتې وروسته پرې شکمن شوم، کړنې او مسجونه یې دخترانه و.
بل ورځ ورپسې زیات شله شوم، ما ویل نن به راته ځان سم پېژنې !!!
تل یې انکار کاوه، یوه ورځ یې راته وویل انجلۍ یم، ما باور نه کاوه ، ورته مې وویل ثابته یې کړه، دستي یې ولیکل ګونګۍ یم.
زړه نا زړه مې ويډيو کال وکړ، دویم ټوټ یې نه و کړی، چې اوکې یې کړ، کېمره یې بنده وه.
لږه شېبه غلی وم، بیا مې په سختۍ او توتله ژبه وویل ګرانې ځان راوښیه، زما خبرې لا نه وې خلاصې، چې یو سپین سپوږمیز مخ ، قلمي پوزه، غټې قهوه یي سترګې، د صدف په څېر کتار غاښونه یې ځلېدل او سپېرې شونډې یې سم دم ساه نیولی کړم، غوښتل مې څه ووایم، خو مرۍ وچه وه .
کابو پینځه دقیقې یو د بل په لیدو بوخت وو.
د هغې لخوا اړیکه پرې شوه، په غالب ګومان کوم یو پرې راغی.
ما له خوښۍ هوا کوله ، هېڅ مې باور نه کاوه، چې د ابراهیم اکونټ تر شا دې یوه سپین پوسته پېغله وي.
عجیبه هم وه ، چې انجلۍ دې د هلک په نوم اکونټ ولري.
له یوې خوا د ملګرې په موندلو خوښ وم، له بلې خوا دې ته خپه وم، چې دومره ښکلې حوره دې ګونګه وي.
زما خپګان او اندېښنه بېځایه وه، زه نه پوهېدم، چې دا ګونګۍ نه ده ، هسې ما تېر باسي ، دوی اسلامپاله خلک وو.
ملامته هم نه وه، یوه شپه مو سره خبرې ښکته پورته شوې ، زه زلمی، هغه پېغله په کوچنۍ خبره سره خپه شولو.
درې ورځې مو چټ نه و ــ کړی، چې یو وایس مسج راغی ، هسې هم مایوسه وم ، له یوې خوا مو جنګ کړی و، له بلې خوا ګونګۍ وه.
زړه نا زړه مې پلې کړ، نرم پوست غږ راغی((السلام علیکم ستړی مه شې زما جانو، زه ګونګۍ نه یم، دا بهانه مې ځکه وکړه، چې موږ زیاته کورنۍ پاپندي لرو، تر اوسه مې ښار نه دی لیدلی، زه ستا ښاپېرۍ فاطمه یم، ته له ما خپه یې اوس درنه بخښنه غواړم په خپلې بزرګۍ مې وبخښه!))
اواز کې دومره زور او خوږوالی و، چې زه یې سم دم لېونی کړم ، بس اړیکې کراره کراره ټینګېدې داسې وخت راغی، چې سهار او بېګا مو په ساعتونو، ساعتونو ویډیویي خبرې کولې.
پر فاطمعې یې خویندې ، ادې او ټوله کورنۍ خبره شوې وه ، زه هم هاغسې تېز او چالاکه یم بس ټول مې راضي کړي وو، چې موږ به کوژدن کوو.
د وروڼو ، خوېندو او کورنۍ ناځواني ته ګوره نو، چې ماته یې بهانې جوړولې، چې دا انجلۍ به بې لارې یي څو نور ملګري به هم لري ماته یې سخت زور راکوه ، ځکه د فاطمې حیا او سپېڅلتیا، خو ماته معلومه وه.
یوې خبرې زه زورولم، چې ابا او ادې مې مړه دي، کنه دنیا خو به مې څیرلې وه، بس د وروڼو چار چلند مایوسه کړی یم.
بلاخره یوه ورځ مې مشر لالا راته وویل، چې ستا کوژدنه ناممکنه ده دغې انجلۍ سره.
د فاطمې دوی کورنۍ څو ځلي د دسمال ورکولو خبره وکړه ، چې زما کورنۍ نوره هم شکمنه شوه .
بس ونه شوه ، فاطمې ته ریباران تلل راتلل، په ډېرې سختۍ مې اجازه ورکړه، د کوژدنې ورځ یې پر ما مرګ تېره شوه.
زه په ژوند کې درېیو کړنو سخت وزورولم د ابا مړینه، د ادې مرګ او د فاطمې له لاسه ورکول.
له کوژدنې یې لا میاشت نه وه وتلې، چې د خپلې سترګې د ویستلو هڅه یې وکړه، تر څو کوژدن یې پرېدي او ماسره واده وکړي.
چاقو تېز و، وړنده نه شوه، هو عیبي شوه، تاسې پوهېږئ د فاطمې خسر خېل ډېر شتمن خلک دي د کور کار ته یې مزدوران نیولي ، زه مې زړه په دې تسل کوم، چې موږ غریب یو او زه یې وړ نه یم.
پای