داځل مې ماف كه كرزى صاحب!


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حبيب الله حبيبي
  • 1161

كله چې خه موده مخكې د انتخاباتو كميسون له خوا خلكو ته د رايې وركولو د كارتونو ويش پيل شو له ځانه سره مې پريګړه وكړه چې دا ځل به دا قاتل كارت نه اخلم او په جنوب او جنوب لويديځ كې به د امريكايانو پر لاس  دهغو مظلومو پښتنو د بې رحمه وژنو په ګناه كې ځان نه شريكوم  چې هره ورځ د همدې حكومت د رهبرى تر چتر لاندې تر سره كيږي .

خو كله مې چې د رايې وركولو د پروسې په وروستيو كې د كرزي او امريكايانو تر مينځ د ژورو اختلافونو ګنګوسې تر غوږو شوې او كرزي صاحب هم له امريكايانو سره د خپلې نرمې غيږې خبرې كولې، نو زړه نا زړه د انتخاباتو د كميسون دكارتونو د وركولو يوې څانګې ته ورغلم او د رايې وركولو كارت مې واخيست،هغه هم  په دې هيله چې ګوندې وي په دې ځل انتخاباتو كې كوم پر دين او ځوريدلي پښتون باندې  مين كس پيدا شي چې دهغه په ګټه يې وكاروم.

خو اوس چې د كرزي صاحب  اكټونو ته ګورم په دې مې باور راغلى چې هغه بيا غربيانو ته د وفادارۍ ټټر وهلى او دافغانانو هيلو او آرمانونو ته يې   سر ګرولى او بيا يې په ارګ كې د پنځو كلو لپاره د شتون امر له غربي يارانوڅخه اخيستى دى .

دا خو پر ځاى ده چې، كه زه رايه وركړم او كه يې ورنه كړم هغه ارګ ته د ننوتو ټكټ له ځانه سره لري خو زه نه غواړم چې زما مظلومه رايه هغه دا ډول مسخرې وكړي او ما په يو ډول دخپلو راتلونكو ګړنو په ګناه كې ور ګډ كړي. داځل به خپله رايه له ځانه سره وساتم ،ځكه همدا كرزى وو چې شمالي ټلواله يې تر ځان راتوله كړه او له پښتنو سره يې مخه ښه وكړه.
همدا كرزى وو چې د پنجشير ولسوالي يې ولايت كړله.
همدا كرزى وو چې يو جنګي جنايت كار ته يې د ماشال رتبه وركړه.
همدا كرزى وو چې يو توپچي يې د بريښنا د وزير په توګه وټاكه.
همدا كرزى وو چې په لومړي ځل يې د افغانستان په تاريخ كې د محاكمو په قانون كې د شيعه مذهب فقه شريكه كړله.
همدا كرزى وو چې يو بې سواده او د زرګونو پښتنو په قتل تورن كس(دوستم) يې په وزارت دفاع كې په يوه لوى پست وګماره.

او د همدې كرزي رهبري ده چې هره ورځ د پښتنو په كورونو او مقدسو ځايونو الوتكې ګرځي او په ډيرې بې رحمى سره يې په خپلو پرمختللو وسلو له هوا او ځمكې نه ولي او همدا كرزى وو چې...................................

نو كرزى صاحب دا ځل مې معاف كړه، رايه درته نه شم دركولى