د جامو او کشمیر په جګړه کې له دریو وسلوالو سره هندي ځواکونو امریکایي M4 وسلې پیدا کړې دي.
د هند امنیتي ځواکونو تر منځ دغې موضوع غبرګونونه راپارولي او د مالوماتو له مخې، اوس مهال دوی څېړنې کوي چې څنګه یادې وژونکې وسلې د وسلوالو لاسونو ته رسېدلي دي.
د اینډیه ټوډۍ په خبره چې یادې وسلې د پاکستان I.S.I هغو ترورېستانو ته ورکوي چې د هند له سرحد تېرېږي.
د یادو وسلو په اړوند تردې وړاندې سرپرست حکومت ویلي وو، چې هیچاته به له دې وسلو د ګټې اخېستنې اجازه ور نه کړي.