روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان د طبي وسایلو له کمښت سره مخ‌دی

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان د طبي وسایلو له کمښت سره مخ‌دی


  • 3 کاله دمخه (28/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1115

دغه سازمان پرون په یوه بیان کې ویلي، چې د لومړنیو طبي مرستو بستې، د روغتونونو لپاره عاجل مواد او په افغانستان کې د ماشومان د خوار ځواکۍ لپاره کارېدونکي درمل هغه توکي دي، چې په لومړیتوب کې ځای لري.

د ملګرو ملتونو دسازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه خلک په بهرنیو مرستو بسیا دي.

د یاد سازمان د سیمه ایزو بېړنیو حالاتو مدیر ریک برینن ویلي، چې په افغانستان کې د ایټالیا ایمرجنسي روغتون د لومړنیو طبي مرستو د توکو له کمښت سره مخامخ دی او هڅه کوي، چې پاکستاني چارواکو سره د مزارشریف د هوايي ډګر په هکله کار دوام ولري؛ ترڅو د دې سازمان د اړتیا وړ لوژستیکي مواد تنظیم کړي. 

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د کابل په هوايي ډګر کې ځانمرګي برید سلګونه کسان مړه او ټپیان کړل.