يوه ښځه راته ودريده . په انگريزي يې وپوښتلم :
- ته هوايي ډگر ته ځې ؟
سر مې وخوځاوۀ . د موټر د شا بانټ يې خلاص کړ . ودريده . دواړه لاسونه يې خپلو تشو ته ونيول . لکه ښوونکي چې له شاگرده څه پوښتلي وي او د ځواب په تمه ورته ولاړ وي . ما بکس کېښود . په موټر کې ورسره کښېناستم . په مخکيني سيټ کې ورسره ناست وم . دې د موټر له چالانولو او خوځولو سره خبرې شروع کړې .
- زما نوم مرندا دى . پخوا مې ټکسي نه چلاوۀ . خلکو ته مې موټر ورزده کاوۀ . پخواني وختونه و . اوس پکې پيسې نشته .
مرندا غلې شوه . سپين مخ يې لمر وهلى ښکاريدۀ . کميس يې بې لستوڼو و . په لاس يې وړې وړې تورې دانې وې . ډيره زړه نه ښکاريده .
- زما دوه لوڼې دي . يوه يې اوس دا دى مخ په ځوانيدو ده . بله يې لا وړه ده .
زۀ لا هم غلى وم . دې وپوښتلم :
- اولاد لرې ؟
- هو دوه ماشومان لرم .
- د کوم ځاى يې ؟
- د افغانستان يم خو اوس لندن ته روان يم .
- جنوبي افريقا څرنگه درته ښکاره شوه .
- ښه ده .
مريندا يوه شېبه څه ونه ويل . د ټکسي مخابره يې روښانه شوه . په يوه بله ژبه يې خبرې شروع کړې . چې غلې شوه ومې پوښتله :
- دا کومه ژبه وه ؟
- افريکان ژبه ده . دلته يې سپين پوستي وايي ، خو تور پوستو هم زده کړې ده .
د عمومي سړک په غاړه مې يوه تور پوستې نجلۍ وليده . ولاړه وه . موټرانو ته يې کتل . مرندا مې وپوښتله :
- دا نجلۍ سرويس ته ولاړه وه که موټروانانو ته چې په موټر کې ځاى ورکړي؟
- فاحشه وه . اوس د پخوا غوندې خلک چاته موټر نه دروي ، امنيت نشته .
مرندا تر څو شېبو بيا غلې وه . ناڅاپه شروع شوه :
- په جنوبي افريقا کې اوس اعتبار نشته . دير خلک ايډز دي . ما په همدې ټکسي کې يو ځوان سپين پوستى هلک له يوې تور پوستې نجلۍ سره وليد. نجلۍ فاحشه وه . ايډز وه . هلک بې پروا و .
- څه پوه شوې چې ايډز وه .
- فاحشه وه ، دوى ټول پوډر څکوي . دا د الجزاير خلک پوډر راوړي . تر اوسه مې يو الجزايرى سم نه دى ليدلى .
- اوس سپين پوستي او تور پوستي سره يو ځاى گرځي ؟
- هو ځينې خلک شته ، پخوا نه و اوس شته . ډير ليدل کيږي .
- ودونه هم سره کوي .
- هو حتى ودونه هم کوي . خو يوه ورځ به يې لوى جنگ کيږي .
- ولې ؟
- ته پوهيږې ، دا تور پوستي (له بولا) غواړي .
زۀ يې په له بولا پوى نه شوم . لا مې پرې فکر کاوه . د مرندا شنې سترگې داسې سره خلاصې شوې لکه څوک چې وډار شي . په لوړ غږ يې وويل :
- عقل به دې کار وکړي چې يو پلار په خپله لور له بولا واخلي .؟
- له بولا څه وي ؟
- تور پوستي پلرونه تر هغو لور نه ودوي چې پيسې پرې وانه خلي . دا د دوى دود دى . زما لپاره دا د لور خرڅول دي .
- که يو سپين پوستى هلک تور پوستې وغواړي ...
- بيا هم له بولا غواړي ، عقل به دې کار ونه کړي ، له سپين پوستي هم له بولا غواړي .
لږ په ځنډ مې پوښتله :
- که ستا لور له يوۀ تور پوستي سره وادۀ وغواړي څه کوې ؟
راته ويې کتل . لکه ناشوده چې مې کړې وي . په ځنډ او ټيټ غږ يې ځواب راکړ:
- زړۀ به مې ونه غواړي خو که مې د لور خوښه وه خير دى د هغې خوښي مهمه ده .
مرندا په سوچونو کې ډوبه شوه . شايد د لور په باب يې فکر کاوۀ . خو يو ناڅاپه يې مخ راواړاوۀ ، ويې ويل :
- له جنوبي افريقا ډير سپين پوستي روان دي . استراليا ته ځي ، هلته اوس يوه سيمه ده چې خلک يې افريکان ژبه وايي حتى په ښوونځيو کې يې افريکان چليږي .
- ته څرنگه ؟ ته خو نه ځې ؟.
- نه نه زۀ نه ځم ، زۀ ډوډۍ لرم ، ميړۀ مې ښه کار لري ، ولې لاړه شم ، حالات به بيا ښه شي .
زما موبايل ته ليکلى پيغام راغى . ميرمن مې وه . ويل يې الوتنه مې څه وخت ده . مرندا وپوښتلم :
- د چا ټکس و ؟
- ميرمن مې وه .
- دلته په جنوبي افريقا کې اوس طلاق ډير شوى دى . زما ورور همدا اوس خپله ميرمن طلاقوي .
ما ځواب ورنه کړ . د پيغام په ځواب ليکلو بوخت شوم . مرندا وويل :
- جنوبي افريقا کې ايډز باور ختم کړى دى . توران مړۀ شي چې پوښتنه وکړې ولې مړ شو وايي سرطان و . هغه ايډز وي .
- ته په خپل خاوند باور لرې ؟
- هو ١٦ کاله کيږي چې ورسره يم . زۀ پوره باور پرې لرم .خو که سره جلا شو بل وادۀ نه کوم په بل چا دلته نور باور نشته .
- د لوڼو وادۀ به نو ډير درته سخته وي ؟
- اوووووووو نه پوهيږم څه به کوم .
هوايي ډگر را رسيدلى و . پيسې مې ورکړې ، مرندا د مخه ښه پر وخت راته وويل :
- ښه به وي چې زۀ هم په لوڼو له بولا واخلم ، اقلآ سړى خو به باوري وي ، د ايډز وال به دومره پيسې ونه لري .
ورته ومې خندل . د دې وچې شونډې ونه ښوريدې خو سترگې يې وبرېښيدې .
سويلي افريقا ، د جوهانسبرگ هوايي ډگر
د ٢٠٠٩ کال د اپريل نهمه ، د ماښام اووه نيمې بجې