د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د طالبانو ۵ زره بندیانو ازادولو ترڅنګ یې ددې ډلې ډېرې غوښتنې عملي کړي، نو اوس لازمه ده څو طالبان اوربند وکړي او د طالبانو له خوا د اوربند له منلو وروسته به د نورو طالب بندیانو پر ازادولو غور وشي.
سره له دې چې دویم پړاو بین الافغاني مذاکرات له نسبي ځنډ وروسته پیل شوي، خو افغان حکومت یو ځل بیا پر اوربند ټینګار کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر، چې ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام ته خبرې کولې وویل، د افغانانو په غوښتنه یې د طالبانو ۵ زره او پنځه سوه بندیان ازاد کړي، چې اوس ټول افغانان د اوربند غوښتنه لري.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وايي، د سولې هوکړه لیک د امریکا او طالبانو ترمنځ وو او اوس هغه پړاو تیر شوی او زیاتوي دغه هوکړه ځکه مهمه نه وه، چې تاتریخوالی یې نه دی کم کړی بلکې لا هم زیات شوی دی.
افغان چارواکي وایي ټول لوري باید دوحه کې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي او له طالبانو غوښتنه کوي، چې جنګ د حل لار نه ده او باید د سولې په خبرو کې صداقت وښي.
افغان حکومت داسې مهال یو ځل بیا په مشروط ډول د طالب زندانیانو د خوشې کیدو خبره کوي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې له هوکړې هم کال پوره شوی خو ظاهرا لیدل کیږي چې په دې هوکړه کې د ښکیلو خواوو له لوري شوې ژمنې نه دي عملي شوي.