په لومړۍ ورځ کې افغانستان خپل ټول لوبغاړي په ۱۳۱ منډو کې دلاسه ورکړل. ورپسې زمبابوې توپوهنه پیل کړه او هغوی هم د ورځې تر پایه ۱۳۳ منډې جوړې کړې او خپل ۵ پنځه لوبغاړي یې د لاسه ورکړې ول. اوس مهال زمبابوې خپله توپ وهنه روانه کړې ده تر دا مهاله یې په ۴۹ اورونو کې ۱۶۸ منډې جوړې کړي دي او خپل شپږ لوبغاړي یې د لاسه ورکړي دي. زمبابوې اوس مهال له افغانستان څخه ۴۲ منډې مخکې والی لري. د زمبابوې لپاره سیین ویلیمس اوس مهال په ۷۰ او چکاباوا په ۲۴ منډو ولاړ دی. د افغانستان لپاره حمزه هوتک څلور، یمین احمدزي یو او ابراهیم ځدراڼ هم یو لوبغاړی سوځولی دی.