د جهاد اصلي بڼه

د جهاد اصلي بڼه


  • 3 کاله دمخه (07/03/2021)
  • رفیع الله نقیبزی
  • 1680

 

جهاد او مجاهد:

زموږ دیني مقدسات دي، چې موږ باید هیڅکله هم خپلو دیني مقدساتو ته سپکاوی ونه کړو، ځکه همدا جهاد و، چې اسلام دنړۍ تر هرې برخې ورسېده او همدا مجاهدین ول، چې سپېڅلی جهاد یې وکړ او د دوی دغوره اخلاقو په واسطه دنړۍ ډېر وکړي مسلمانان شول.

دجهاد طریقه:

1- ښځې، ماشومان او لویان(سپین ږیري) نه په نښه کول.

2- له بندیانو (اسیرانو) سره ښه چلند کول.

3- عامه ځایونو او شنو فصلونو ته زیان نه رسول.

4- له کومې سیمې به چې د اذان اواز راغی صحابه کرامو به هلته جهاد نه کاوه.

5- پیغمبر ص ته منافقان معلوم ول، خو بیا یې هم ورسره جهاد ونه کړ، ځکه چې هلته دجهاد او مجاهد نوم ته زیان رسېده.

6- په سپېڅلي نیت له کفارو سره جنګېدل

7- دپیغمبر ص په وخت کله هم داسې نه دي شوي، چې دیو کافر پر مرسته دې بل کافر وټکول شي، بلکې داسې شوي، چې له یو جانب سره سوله شوې، ترڅو بل جانب کفار مات کړي او داسې نور... .

دمجاهد او جهاد موخې:

داسلامي قوانینو عملي کول، غوره اخلاق رامنځ ته کول، دټولنې دوګړو حقه حقوق چې داسلام مبارک دین ورکړي، ورکول او داسلام مبارک دین په ټوله نړۍ کې خپرول او داسلام مبین دین ته خدمت کول او داسې نورې... دجهاد او مجاهد مهمې موخې دي.

پاتې شوه، دحکمتیار، مسعود، طالب، داعش، وغیره وغیره... ته مجاهد ویل او د دوی تخریبي کړنو ته دجهاد مقدسه کلیمه استعمالول له جهاد او مجاهد سره ظلم یا په عامه اصطلاح شین کفر دی.

نوټ: په تېر جنګ کې 5% یا 10 فیصده مجاهدین ول، چې جهاد یې کاوه او په سپېڅلې عقیده جنګېدل، چې دغه فیصدي په اوس وخت کې 1% ته راښکته شوي او یا شاید یو فیصد هم جوړ نه کړي.

پاتې شوه دمظاهرو خبره، دا خو دجهوریت ګټه ده، هغوی چې یواځې د ټوپک پر ژبه پوهېدل اوس مدني حرکتونو ته مخه کړې، نو دتشویش خبره نه ده، بلکې دخوشالۍ خبره ده.

بل نوټ: جمهوریت کې هم کافي ډېر مشکلات دي، خو زه ځکه پرې نیوکه نه کوم، چې دجمهوریت، پوځ او خاورې ساتلو لپاره موږ دومره شهیدان ورکړي، چې وجدان مې اجازه نه راکوي، چې پرې نیوکه وکړم.

بل نوټ: موږ ځکه دامریکا غلامي اختیار کړې، چې لنډمهاله ده او پنجاب موږ دایمي غلامان جوړول غواړي، همدا نن پوځ او اردو منحل کړئ باقي خیر او خیریت دی.

د ډاکتر نجیب د وخت د اردو له منځه وړلو لپاره څومره افغانان قرباني شول دچا موخه وه دپاکستان. هغه وخت نه

امریکا زموږ له غمه مړه او نه هم پاکستان دامریکا موخه روسیه په ګونډو کول و او دپاکستان موخه زموږ اردو له منځه وړل، چې دواړه خپلو موخو ته ورسېدل او افغانان همغسې جنګ کې پاتې شول، چې تر نن پورې هم دجنګ اور مړ نه دی، بیا هم ګټه چا وکړه پاکستان 

ومن الله توفیق