اسراییلو یو وار بیا پر سوریې راکټي بریدونه پیل کړي دي.

اسراییلو یو وار بیا پر سوریې راکټي بریدونه پیل کړي دي.


  • 3 کاله دمخه (17/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1934

د سوریې د ځایي رسنیو د راپور له مخې، چې اسراییلو د دې هېواد دشمق ښار په څو بېلا بېلو سیمو راکټي بریدونه کړي دي.

 

راپورونه څرګندوي، چې د اسراییلو دغه توغندي چې تر ډېره یې د جولان لوړې په نښه کړې وې، د سوریې د هوايي دفاع ځواک له لوري هوا کې شنډ او خنثی شوي دي.

 

د خپرو شویو راپورونو پر اساس، چې دغو راکټي بریدونو شاوخوا پنځلس دقیقې دوام کړی، خو له امله یې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو نور مالومات نه دي ورکړل شوي. 

 

باید یاده شي، تر دې وړاندې هم د اسراییلو له لوري په سوریه کې ځينې سیمې د دوی تر راکټي بریدونو لاندې راغلې وې چې له کبله یې مالي او ځاني زیانونه هم اړولولي وو.