سمسور(یکشنبه د وري ۲۲ ) په افغانستان کې د جګړې ختمول د امریکا مسؤلیت دی او بایډن به هیڅ وخت له یاد هېواد څخه خپل سرتیري په بې مسؤلیته شکل ونه باسي.
بېزنس سټنډرډ ورځپاڼه وايي، چې بایډن هم د ټرمپ په څېر د سرتېرو د وتلو په برخه کې غیر مسؤلانه پرېکړه کولای شي؛ خو نوموړی به هیڅ وخت د ځان له ډاډ کېدو مخکې له یاد هېواد څخه خپل سرتیري ونه باسې.
ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د ویاندې جین ساکي له خولې ویلي، چې بایډن غواړي ځان ډاډه کړي، چې د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته به افغانستان یوځل بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلیږي؛ نو له هغې وروسته به د سرتېرو د وتلو په اړه تصمیم نیسي.
باید یاده شي، چې د دوحې تړون له مخې له افغانستان څخه د امریکاي ځواکونو وتلو ته کمې ورځې پاتې؛ خو د امریکا ولسمشر بایډن ویلي و، چې په ټاکلې نېټې به د امریکايي ځواکونو وتل ممکن نه وي.