بوش: له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو په پرېکړه اندېښمن دی.

بوش: له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو په پرېکړه اندېښمن دی.


  • 3 کاله دمخه (21/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1171

سمسور (چهارشنبه د غویي ۱) د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش وايي، له افغانستانه د سپټمبر تر یوولسمې پورې د امریکايي سرتېرو د ایستلو په هکله د ولسمشر جو بایډن په پرېکړه اندېښمن دی.

هغه زیاته کړې، چې که چېرته امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه ووځي په وینا یې هسې نه طالبان بیا د واک پر ګدۍ کښېني.

نوموړی وایي، که طالبان بیا واکمن شول؛ نو د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې به د لاسه ووځي.

د بوش په وینا له دې سره به د افغان مېرمنو او نجونو حقوق ترې واخیستل شي.

د امریکا پخوانی ولسمشر داسې مهال د جوبایډن په پرېکړه اندېښنه څرګندوي، چې دمخه یې امریکایی چارواکی جنرال مکنزي د سولې په اړه پر طالبانو شکمن دی او د استازیو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته یې په واشنګټن کې ویلي، چې د دې میاشتې تر پایه به د افغانستان څخه بهر د ترهګرۍ ضد ځواکونو لپاره دفاع وزیر ته یوه طرحه وړاندې کړي. 

هغه ویلي، په داسې حال کې چې امریکا له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي او پر ډیپلوماسي تمرکز کوي، د طالبانو پر ژمنو جدي بې باوري او شکونه لري.

هغه زیاتوي، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له شتون پرته ترهګرۍ سره مبارزه ستونزمنه ده او په دې هکله د سیمې په کچه پر داسې یوه هوکړه لیک کار کوي، چې پر بنسټ به یې دغه هېواد کې یو شمېر امریکايي سرتېرې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره پاتې کېږي.