که مقننه قوه د ټولنې د اصلاح په خاطر قوانين جوړوي او د دې لپاره چې خلک آرامه ژوند وکړي ، نو اجرايه قوه بیا دغه قوانين پلي کوي .
که چيرته خلک د دغو قوانينو خلاف کار وکړي او ټولنې ته زیان ورسوي ، قضایه قوه پرې حکم جارې کوي .
خو ! که چیرته یوه قوه داسې وي چې ، هغه خلک دې ته قانع کوي ، د خلکو پروړاندې بايد څنګه چلند وکړي ؟ څنګه کولای شي چې خپل مسؤليت وپيژنې ؟ او د دې تر څنګ دا هم ورته ښيي چې يووالی مو د نجات لاره ده.
د نړۍ له پرمختګونو يې خبروي او دا هم ورته روښانه کوي چې دوی څنګه دې لوړ مقام ته رسیدای شی.
د ټولنيز او ګډ ژوند اصول ور زده کوي.
دا هغه قوه ده ، چې د ټولنې له وګړو سره صميمانه اړیکې لري .
د یوه ښه ملګري په څیر چلند ورسره کوي ، ځکه چې په خوښیو یې خوښ او په غم یې غمجنه وي.
او که چیرته وګړي د سټړیا احساس وکړي، نو دغه قوه ورته بیا تفریح برابروي؛ تر څو چې د ژوند په هر ډګر کې ورسره مله وي .
دومره مینه ورسره لري، چې یوازېتوب ته یې نه پریږدي.
نو د ټولنې وګړي هم دې مینې ته په کتو سره خپله غیږه ورته خلاصوي او هرې غوښتنې ته یې لبیک (حاضر) وایي.
د دې قوې په وینا حرکت کوي، د پرمختګ پر لور ځي ، د سیالانو سره سیالي کوي او د آسمان تر منارو خیژي .
خو !
که دغه قوه ورته د نه کولو امر وکړي، دوی هم پر خپل ځای ودریږي، که هر څومره فزیکي برخورد (د بدن د غړو پواسطه زور زیاتی کول) ورسره وشي
نو یو قدم هم نه پورته کوي .
په ریشتیا هم ژورنالیزم دی، چې په وګړو یې اغیزه تر هغو درېوو قوو (مقننه، قضايه او اجرايه ) زیاته او منونکې ده .
په حقیقت کې که ژور نالیزم ته ارزښت ورکول شي، پاملرنه ورته وشي، وخت په وخت د مسؤلو چارواکو لخوا و څارل شي، په ایماندارۍ او مسلکي ډول خپل خدمات وړاندې کړي .
د یوه هیواد د پرمختګ لامل ګرځي او یو روښانه راتلونکی به ولري .
خو !
که همدغه قوه په وخت ونه څارل شي، په پردیو خرڅه شي، په مسلکي ډول وړاندې نشي .
نو !
د یوه هيواد د پرمختګ مخه نیسي، د دوامداره کورنیو جګړو لامل ګرځي .
او دومره مشکلات به وزیږوي چې درې واړه قوې به یې په حلولو پاتې راشي.
نو، زما په آند څلورمه قوه تر درېوو لومړۍ ده.