په چین کې افغان سفیر وایي، هڅه کوي چې ژر د چین هېواد لخوا یو میلیون ډوزه مرسته شوی د کرونا ضد واکسین کابل ته ولېږدوي.
افغان سفیر جاوید احمد قایم ویلي، دوی د چین د بهرنیو چارو وزارت سره ګډ کار کوي، تر څو یاد واکسین کابل ته ولېږدوي.
نوموړي زیاته کړې، دا چې کله او کوم واکسین به استوو راتلونکې اوونۍ به پرې کار وکړو او جزییات به یې درسره شریک کړو.
افغانستان سره دیو میلیون ډوزه کرونا ضد واکسین د مرستې ژمنه، وړمه ورځ د چین ولسمشر شي جین پینګ له افغان سیال محمد اشرف غني سره وکړه. چین د تېرکال په جوزا میاشت کې هم افغانستان سره ۷ لکه ډوزه واکسین مرسته کړې وه.
باید وویل شي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کالونو کې ټولټال د کرونا ۴۸ میلیونه ډوزه واکسین ته اړتیا لري، چې د هېواد نوي فیصده وګړو ته تطبیق شي.