د آریانا څلور خواوې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شهسوار سنګروال نیازی
  • 2212

دافغانستان دتاریخي جغرافیې څرنګوالی له کتاب څخه

دا چې د آریایانو په اړه څه ډول انګیرنې او ماناوې په بیلا بیلو لیکونو او څیړنو کې راغلي دي یو څه رڼا پرې واچول شوه دا چې آریایان چېرته استوګن وو تو د اوسني جغرافیوي مو قعیت له مخې ددغه توکم او سیمې څلور خواوې څنګه ټاکلای شو په دې هکله سترابون STRABON د ( ۴۰ ق  م  --  ۴۰م ) په شاوخوا کې د آریانا څلور خواوې داسې را پيژني . آریایانو ختیځ لورته تر اندوسه ( اباسین ) جنوب لورته د هند تر سمندر، لویدیځ پلوته تر کسپین سمندر ګي پورې پراته وو. نوموړی جغرافیه پوه داخبره هم کوي کله چې د سکندر ځواکونه باختر ته مخه کوي له ساکانو(SKYDHIANA) سره مخامخ کیږي او بیا وروسته د آریانا له غرونو نه تیریږي د هند په لور پرمخ ځي.... "بیلو " بیا وروسته سترابون د خبرو خپلی وکړ او د هغه خبرې یې تایئد کړې . بارتولد BARTOLDد آریانا څلور خواوې داسې راپه ګوته کړي . "ختیځ او جنوب ختیځ ته هند او د هند سمندر، لویدیځ ته خزر سمندر ګي ... پورې آریایان پراته دي ... "یو نامتو لرغونپوه آرییانARRIA "پخپل مشهور کتاب " لو سکندر "کې د باختر، سغدی، اراکوزیا، زرنج او پارتي نومونه ياد کړي دي یو بل نامتو جغرافیه پوه بطلیموس هم د آریایانو په څلور خواوو کې د اووه ولایتونو نومونه اخلي.