لاسي کار


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ارش ننګيال
  • 1298

ټوله شپه مې په ژرنده کې غنم وړه کړي ول،  د شپې ډېره برخه تېره شوې وه چې کورته راغلم، ستړی ستومانه وم او سرمې درد کاوه، همدا چې سرمې په بالښت کېښود نور په ځان نه وم پو شوی، سهارلا په خواږه خوب ويده وم، چې د ماشومانو شر او شو، راويښ کړم، د غوصې نه مې غاښونه سره وچيچل، سر مې په دواړو لاسونو نيولى واو په کټ كې را كېناستم، سترګې مې لامښلې نه وې، چې د غوجلې تر څنګ د ماشومانو شوراو جنجال مخ په زياتېدو شو.
-  ولاكه يې رانه واخلې، دا ز ما چرګه ده!
دې بل ماشوم د هغه نه ډېر په غوصه و او په چيغه يې وويل :
- نه دا زما چرګه ده. دا اول ما پيدا كړې ده.
 دې کې خبره ان تر وار او ګزاره ورسېده، له ځايه پاڅېدم، له وره نه چې  مې د باندې وکتل، ګورم چې زما وروڼه احمد او جاويد سره لاس او ګرېوان دي او يو بل ته برګ ولاړ دي.
 زه يې لا نه وم ليدلى خو ددوى جګړه نوره هم توده شوه، دواړه لاس په ګرېوان شول او په يو بل يې ګوزارونه شروع کړل، په دې وخت كې د جاويد له خولې يو چغه راووته، ما وې لکه چې هلک يې وران ځى کې ووهه، چيغو يې کلى په سر واخيست.
- وه خدايه ماته يې كړه اوس دې ولاكه ژوندى پرېږدم.
احمد هم په ژړا شو او چيغې يې وهلې، هغه هم همدا ويل چې ( ماته يې كړه )   خو زه له سره ددوى په خبرو نه پو هېدم ، کله يې د چرګې نوم اخيسته، کله يې ويل چې ماته يې کړه، نه پو هېدم چې خبره څه ده، له بې خوبۍ نه مې سر ګرځېده او سترګې راباندې تورې، تورې کېدې، دا چې زه يې له خوبه ويښ کړی وم ډېر په قهر وم .
 زه لا په ورۀ کې ولا ړم وم؛ د دوى ترمنځ وهل ټكول نور هم زيات شول، هغه جامې چې يوه اوونۍ وړاندې مې په(  پور ) د دوى د ښوونځي لپاره جوړې كړې وې، داسې څيرې څيرې شوې، چې د  خياط  پلار به هم نه واي جوړې کړې، د جامو په ليدو مې قهر دو برابره شو، په ځان پوه نه شوم ورمنډې مې كړې، دومره مې وټكول، چې ان زما لا سونو  په ودردېدل،كه چېرې يې  رانه نه واى خلاص كړي، ما به په  دوى څه كړي واى، په غوسه مې ترې  وپوښتل:
- څه خبره ده؟ چې ملا اذان مو داسې شور او  لانجه جوړه كړې ده؟
احمد راته په ژړا وويل
- ورور جانه نن زموږ د لاسي كار ازموينه ده، ښوونكي د لاسي كار پرځاى موږ نه  د چرګې هګۍ خوښتي، زما چرګې يوه هګۍ اچولې وه، هغه يې راته ماته كړه.
 د احمد خبرې لا خلاصې نه وې، چې جاويد په سلګو سلګو کې شروع شو:
-  لالا جانه! چرګه زما ده او هګۍ هم لومړى ما پيدا كړې ده، دا دى هغه يې هم راته ماته كړه،ولې زه ازموينه نه لرم.
دواړه په ژړا شول، د دوى ګډو وډو  خبر وسخت ګيچ کړی وم، ما داسې فکر وکړ که خوب وينم،  ددوى خبرو سره هيڅ ارتباط نه درلود، ځان سره په خبرو شوم، هګۍ... ښوونكى... ازموينه... لاسي كار... ، چې نا څا په چا  له مټ نه ونيولم ، دره درې ټکانه يې راکړل ګورم چې نيا مې راباندې کلمه چوف کوي، او په خواکې ولاړ يو لمسي ته وايي چې هلته ملا صيب راوله چې پېريانو نيولى دى .