حنفي: ځوانان دې پخپل هېواد کې پاتې شي

حنفي: ځوانان دې پخپل هېواد کې پاتې شي


  • 4 مياشتي دمخه (23/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 139

د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء اداري مرستیال ویلي چې، هېواد مو د لوستو ځوانانو شپه او ورځ کار کولو ته اړتیا لري.

 

عبدالسلام حنفي د تخنیکي او مسلکي زدکړو د ادارې د زدکړیالانو فراغت غونډې ته ویلي چې اوس د پرمختګ لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه مساعده ده او له دغو فرصتونو باید په اعظمي ډول ګټه پورته شي. 

ښاغلي حنفي زیاته کړې چې افغان ځوانان دې په هېواد کې پاتې شي او د هېواد په پرمختګ کې دې ونډه واخلي.

خو د راپورونو پر اساس ګڼ شمیر افغان ځوانان له بېکارۍ کړېږي او وایي په کور دننه ورته د کار زمینه نه ده برابره شوې.