سیګار: شل کلنې افغان جګړې درې نیم زره امریکایانو ته مرګ ژوبله واړوله

سیګار: شل کلنې افغان جګړې درې نیم زره امریکایانو ته مرګ ژوبله واړوله


  • 2 کاله دمخه (06/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 982

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د مرستو د څارنې ادارې یا سيګار د افغانستان په جګړه کې د امريکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه نوي ارقام خپاره کړي دي. د سيګار ادارې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې ټول ۱۹۱۰ امريکايي سرتيري وژل شوي او زرګونه نور ټپيان شوي دي. د دې ترڅنګ، ۴۱۵ نور امريکايي سرتيري په طبيعي مرګ په افغانستان کې مړه شوي دي. سيګار ادارې پرون د افغانستان په جګړه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې ارقام هم خپاره کړل. دغې ادارې وويل، چې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال له ۶۰ تر ۷۰ زرو پورې افغان ځواکونه وژل شوي دي. سيګار ويلي وو، چې د افغان ځواکونو د تلفاتو ارقام یې د امریکا د پوځ د لوی درستیز جنرال مارک ميلي له لوري تر لاسه کړي دي. سرچينې د امريکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې د ارقامو د منبع په اړه څه نه دي ويلي.