یو کتاب دی So You Think You Can Be President? نومېږي. ما یې یو ځل پخوا هم په اړه دلته یو څه لیکلي و. دا کتاب په اصل کې ۲۰۰ پوښتنې دي چې له ځوابولو وروسته یې پخپله سړي ته پته لګېږي چې د امریکا د وسلوالو ځواکونو اعلي سرقومانداني ته څومره جوړ او څومره نه یم.
ددې کتاب لومړۍ پوښتنه دا ده چې زه څوک یم؟ لیکوالان وايي چې هر څوک له دې پوښتنې سره مخ کېږي خو کله چې د امریکا ولسمشرۍ ته د سړي نيت وي بايد ددې پوښتنې ځواب مو ښه زده وي او تر دې مخکې چې نور ستاسې په اړه ستاسې په مغزو کې څه دروڅڅوي تاسې پخپله باید وار له مخې په ذهن کې ددې پوښتنې ځواب پیدا کړی وي. بله دا چې که تاسې خپله ددې پوښتنې ځواب و نه لرئ نو طبعي ده چې بیا به نور خلک تاسې تعریفوي چې هغسې او داسې شخص دی او په دغه وضعيت کې بخت و طالع دي که چا ښه تعریف کړې خو ښه تر ښه او که یې بد تعریف کړې نو کيسه دې ورانه ده. د جمهوريت له سقوط وروسته ولسمشر غني چوپ دی. خو د لاس نيالګي او نازولي یې یو یو له غارونو راوځي او د جمهوريت د سقوط ټوله پړه پر غني ور اچوي او ځان دومره مظلوم او بې خبره وښيي چې موږ فکر کوو تر ده خو موږ ډېر په کیسو خبر و دا بېچاره خو هسې موږ ته مهم ښکارېده.
خو په حقيقت کې کيسه داسې نه ده. دوی دا کار سيستماتيک کوي. لږ تر لږه د افغانستان په وروستي سل کلن تاريخ کې اشتباهات د حکومتونو وي، خو پړه یې يوازې د هر حکومت پر پښتنو مشرانو ور اچول کېږي. حال دا چې حکومت یوه مجموعه ده، یو حقوقي شخصیت دی خو دوی دا حقوقي شخصیت یوازې په یوه پښتون حقیقي شخصیت کې راخلاصه کړي او ټول ځان له پړې څخه وباسي. يا په بله وینا د پښتون مشر حکومت په سمو کارونو هم محکوم وي او د غیر پښتنو ناسم کارونه هم سم توجیه کېږي. اعلیحضرت اماالله خان د تعلیم په جبري کولو کافر بلل کېږي خو د سقاو زوی په رسمي فرمان د ښوونځیو د بندولو له کبله خادم دين رسوالله. د خلق دیموکراتیک ګوند په وخت کې روسان کارمل راوستل خو ملامت حفيظ الله امين و. هېڅوک دې ته نه ګوري چې که روسان امین راوستلای نو د یوه ملګري په توګه د امین له وژلو وروسته په روسانو چا باور کاوه. د ډاکټر نجیب الله برخليک هم ورته دی. اوس چې د غني وضعيت ګورم کټ مټ هماغه کیسه ده. د دفتر رييس یې هم دی ملامت بولي، د مصالحې شورا مشر هم دی ملامت بولي، د مصالحې شورا مرستياله هم دی ملامت بولي، د مرکچي پلاوی غړی هم دی ملامت بولي او دا ملامتي به نوره هم دوام وکړي. دې ستونزې لامل دا دی چې امان الله خان خلکو ته ځان تعریف کړی نه دی، بلکې پر ځای یې موږ د انګرېزانو د ځیره خورو له خولې هغه پېژاند. نه حفيظ الله امین دا موقع پیدا کړه چې ووايي که حکومت ظلم کوي نو ایا دا ټول ظلم یوازې امین کوي او ببرک کارمل او ملګري یې کرار په کورنو کې ناست دي کتابونه ګوري. خو هغوی هم ټول د حکومت شريکان و هغوی ته ولې د ملامتۍ ګوته څوک نه نيسي. ډاکټر نجیب الله چې د روغې جوړې لپاره تر خپل ژوند تېر سو، اوس هم لا له ملامتي نه دی خلاص. ځکه ده هم خلکو ته ځان تعریف نه کړ. دی موږ ته یا جنرال نبي عظیمي راپېژندلی، یا کشتمند او عبدالوکیل راپېژندلی او یا د بهرنيو استخباراتو اجریو لیکوالانو راپېژندلی دی. خپله یې دوه مخه سپین کاغذ نه دی تور کړی چې ووايي ولې یې دا کار وکړ او ولې یې هغه و نه کړ. خبره دا ده چې غني باید سکوت مات کړي. دا هم دده په خیر دی او هم د وضعيت په خیر دی. تر دې مهاله پورې شخصا زما په نظر، د جمهوريت د سقوط لومړی مسول محمد اشرف غنی دی. خو که دده له خولې واورو ښايي وضعيت سرچپه وي. د سقوط مسوليت د حکومت په هره درجه چارواکو کې وېشل سوی دی، خو هغوی چې خبرې کوي ځان ترې خلاصوي او هغوی چې ساکت دي خپل بار درنوي. دا څنګه عقل منلای سي چې د ولسمشر لومړی او دویم معاون دې په دې مسوليت کې برخه و نه لري. د سقوط تر ورځې پورې به دواړو مرستيالانو دا ښوده چې ګني غني حتی له دوی سره د خپلې کورتۍ د تڼیو په بندلو کې هم مشوره کوي او نن چې د جمهوريت د سقوط کيسه راغلې نو یو هم خبر نه دي. دا څنګه عقل منلای سي چې د حکومت نور نازولي دي په دې مسوليت کې برخه و نه لري. دا څنګه عقل منلای سي چې مذاکراتي پلاوی دې مسوليت و نه لري. دوه کاله مذاکرات او یو ګام پرمختګ و نه سو. ولې؟