ځاځي میدان کې نښته؛ د خوست مرستیال والي: تېري کوونکو ته اجازه مه ورکوئ

ځاځي میدان کې نښته؛ د خوست مرستیال والي: تېري کوونکو ته اجازه مه ورکوئ


  • 4 مياشتي دمخه (08/09/2024)
  • سمسور نیوز
  • 121

د خوست مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت د ځاځي ميدان ولسوالۍ سرحدي سيمو ته سفر کړى او له امنيتي ځواکونو او د يادو سيمو له اوسېدونکو سره يې له پاکستان سره پر پوله د سرحدي وضعيت په اړه خبرې کړې دي.
د خوست ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قانت امنيتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې متوجې او هوښيار واوسي او هيچا ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان پر خاوره تېرى وکړي.
په ورته وخت کې د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکو هم ويلي، چې د تېري پر وړاندې د افغان خاورې د دفاع لپاره د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.
د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، تېره ورځ ماښام مهال په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت او پاکستان سرحدي ځواکونو یو ځل بیا نښته کړې ده.
نښته وروسته له هغې پیل شوه، چې پاکستاني ځواکونو د اسلامي امارت په هغو ځواکونو ډزې وکړې چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یې نوې پوستې جوړولې.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ هم په دې سیمه کې د افغان او پاکستاني لوريو ترمنځ د پوستو جوړو پر سر نښته شوې وه.