حقاني:  امریکا ته د دښمن په سترګه نه‌ګورو

حقاني: امریکا ته د دښمن په سترګه نه‌ګورو


  • 2 کاله دمخه (17/05/2022)
  • سمسور
  • 813

سمسور (۲۷غوایی۱۴۰۱) د ا.ا د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سراج‌الدین حقاني په خپله وروستۍ مرکه کې امریکا د ځان دښمن نه دی بللی دی. 

هغه له سي این این ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، چې دوی اوس‌مهال د امریکا په نیت کوم شک نه‌لري او نه یې هم د دښمن په توګه ګڼي. 

نوموړي همداراز د امریکا پر وړاندې د دوی د جګړې دفاع کړې؛ خو زیاته کړې یې ده، چې د دوحې له تړون وروسته د امریکا په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو سره د ښو  ډیپلوماټيکو اړیکو غوښتونکي دي. 

د یادونې وړ ده، چې امریکا د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د نیولو پر سر لس میلیونه امریکایي ډالر جایزه هم اعلان کړې ده.