ټام ویست د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

ټام ویست د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي


  • 2 کاله دمخه (02/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 720

سمسور(۱۲غبرګولی۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویست تاجکستان ته تللی او هلته یې د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي. 

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر «سراج الدین مهرالدین» په افغانستان کې له نړیوالې ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی. 

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان – تاجکستان د پولې د امنیت د ټینګښت او له افغانانو سره د بشري مرستو په رسولو کې د همکاریو د پراخولو غوښتنه کړې ده. 

د ټام ویسټ او د سراج الدین مهرالدین کتنه داسې مهال ده، چې ښاغلي وېسټ تر دې وړاندې ترکیې ته په سفر کې د افغان مدني ټولنې له فعالانو او د ا.ا د حکومت له یو شمېر سیاسي مخالفینو سره لیده کاته کړي وو.