د دفاع وزارت مخکېنی ویاند دولت وزیري بېرته هېواد ته راګرځېدلی

د دفاع وزارت مخکېنی ویاند دولت وزیري بېرته هېواد ته راګرځېدلی


  • 2 کاله دمخه (05/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 694

د ملي دفاع وزارت پخوانی وياند جنرال دولت وزيري له افغاني شخصیتونو سره د تماس کمیسیون د هڅو په پايله کې هېواد ته راستون شوی دی. 

د ا.ا ویاند مرستیال احمدالله پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دولت وزیري هېواد ته په بېرته راستنېدو خوښي ښودلې ده. 

هغه د ښاغلي وزیري له خولې ویلي، چې هغه کسان چې په منفي تبلیغاتو یې هېواد پرېښی، باید بېرته راوګرځي.  

دولت وزيري ته د کابل په هوايي ډګر کې د ا.ا د چارواکو له لوري هرکلی ويل شوی دی.  

د ملي دفاع وزارت دغه پخوانی چارواکی د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته له هېواد ووت.