سمسور نیوز (۱۲تله۱۴۰۱) د بلوچستان په دېره اسماعیل خان کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۱۱ افغان کوچیان مړه او ۳۳ نور ژوبل شوي دي.
په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
پېښه تېره ورځ ناوخته «مغل کوټ» سیمه کې د تراکتور او یو باروړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
پاکستاني چارواکو ویلي، تر پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي او د پيښې ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.
دغه کوچیان له بلوچستان څخه په تراکتور کې ګرمو سیمو ته په لار وو.