زابل کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسانو خپل ژوند بایللی

زابل کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسانو خپل ژوند بایللی


  • 2 کاله دمخه (22/05/2022)
  • سمسور
  • 687

سمسور (۱غبرګولی۱۴۰۱) زابل کې سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل دي.

د مسوولینو په وینا، چې دغه پېښه نن یکشنبه د زابل اړوند په «هزار تک» سیمه کې د کورلا ډوله موټر او مازدا د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د معلوماتو په اساس د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په بدخشان ولایت کې په «خواهان» ولسوالۍ کې هم د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي وو او یو تن ټپي شوی و.   

په هېواد کې ډېر کله ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ترافیکي نښو د نشتوالي له امله رامنځته کېږي.