نن مې له سهاره طبعه ښه نه وه. د دفتري میز تر شا ناست وم، خو چندان مزه مې نه وه. موبایل مې وشرنګید. نهه بجې وې، پوه شوم چې میرمن مې ده. میرمن مې له کارونو خبره ده، سهار زنګ را وهي د تېرې شپې احوال مې اخلي، لږه اکاړه هم سره کوو، که کار زیات نه وي، ماشومانو سره مې ژبه نیمکۍ کړم: پاپا دې خوړلې؟
بۍ (ناروغ )خو به نه یې؟
بابا ټېټ (موټر) ته وړی وې ؟
که کار زیات وي،بیا نو ماښام ښې غورې دربې کوو، هغه د چا خبره د چرګانو پوښتنه هم پکې کوو.
تلیفون مې وکوت، میرمن مې وه ، جوړ پخیر مو سره وکړل، ممکن د خبرو مزه ګۍ به مې نه وه، راته یې کړه :
څنګه دې نن خوله ورغلې؟
_ ولې؟
__ خبرې دې کمې دي، که کار لرې، بیا ماښام خبرې کوو.
_ سمه ده .
_ هن رښتیا،هغه خبره دې راته ونه کړه، ګوره ماښام یې حتمي درنه غواړم .
_کومه ؟
_ بیګا چې دې ویل سبا درته یوه مهمه خبره لرم .
_ ښه سمه ده، ښه وخت
تلیفون مې پر میز کیښود، د يوې خپرونې پر ایډیټ بوخت شوم، پرذهن مې بیګاني پلان منګولې ښخې کړې، کار نه کیده. له ځایه را پورته شوم . ذهن او بیګانی پلان راته یو شول، په خبرو یې را وستم . هو باید کور راوړم . دلته به لنډ شم. فاطمه به تر هغې چې ښوونځي له خیره پيلېږي، کورسونه ووايې، یوه ژبه به زده کړې، هرسهار و ماښام به خپل بچیان ګورم، درسونه به یې څارم، که هیڅ نه وي د کلي له تاویلو او ما ویلو خو به خلاص شم، ښځه، خویندې به مې تعلیم یافته شي. تعلیم کول سختې غواړي، زه باید دا سختې وګالم، مصرف و خرچه به زیاتېږي، روغ رنځور به را پر غاړه کېږي خو راتلونکی نسل به وروزم. وړکي او جونه به تعلیمونه وکړي،انګلیسي به شي،کمپیوټرونه به شي، جونې به ډاکټرانې وي،هلکان به انجنیران، خبریالان، څارنوالان او قاضیان وي،زه به پکې اوتو کړی کاټن ګرځم؛خدای خبر لا به په کومو مزو سر وم چې همکار مې د مرستې غوښتنه وکړه او د فکر ټال یې را وشلاوه کنه ما خو ښه غوړ خیال پلو، پیل کړی وو.
ورځ شیبې بلې ته د تګ سترګکونه وهل، ساه ګانې غرمې ماذیګر او ماذیګر ماښام ته سپارلې. لا مې لباس کوټ بند ته کړی نه و، چې موبایل مې وشرنګید. میرمن مې وه .
سلام ګرانه ورځ دې په خیر تېره شوه ؟
-هوشکر، ته ښه یې، ماشومان څنګه دي؟-
ــ ښه دي خو لور دې نوره دوو سپږمو ته راوړې یم.
- ولې؟
- کتابچه کې یې یوه پاڼه روغه را پرینښوده، خاورې به ورنه درس ووایم.
- خیر دی چې پام یې په بله شي، بیا دې درسونه ولیکه! رښتیا فاطمه درسونه وايې؟ فاطمه زما وړه خور ده چې تازه اتم ټولګي ته بریالۍ شوې وه، خو ښوونځي يې وتړل شول.
ــ هو، پرون ماذیګر يې هم په سرو سترګو ژړل.
ــ ولې؟
ــ زرلښته چې پرون پوهنتون ته تله ، دده په مخ اوښکې راماتې شوې، ان دومره يې وژړل چې نه مور کراریده، نه بابا ځان غلی کوی، پوهېږې، زرلښته هم پرون پوهنتون نه پاتې شوه، سرې سترګې يې نیولې وه، سلګۍ سلګۍ وه، همدا یوه خبره يې کوله چې خور مې د درس حق نه لري، دا بیچاره ګۍ په زړه څومره ارمانونه لري، خو تور نصیب يې ټولې خوشالۍ ور تروړلي دي.
ــ ځه خیر دی، خدای مهربانه دی، دلته يې له خیره راولم، تر هغې به مکتبونه هم پيل شي، که نه و، کورسونه ورباندې وایم او ورته مې ویلي هم دي چې د زرلښتې دا سمستر خلاص شي، یو سمستر يې له خیره پاتې بیا راولم.
- ښه رښتیاهغه خبره دې ونه کړه.
هلو غږ مې اورې؟
څه شوې؟
سره له دې چې غږ مې اوریده خو سترګې مې د فیسبوک پوسټونو ونیولې.
پرله پسې یوه موضوع. خورا دردونکې موضوع، ان دومره دردونکې چې د مرګ زیری یې زکات هم نه دی. د ملت د سرنوشت موضوع . د بشر د مسلم حق تلف کیدو موضوع.
بیا یې را غږ کړ:
- خوږه غږ مې اورې؟ ولې غږ نه کوې؟ څه خبره ده؟
- کوم یې .
- ته لکه چې نن بیا غواړې، هغه خبره راته ونه کړې؟
- کومه ؟
- ولې بیګا دې ونه ویل چې سبا درته یوه مهمه خبره کوم .
- ښه ښه خو کوم یې نو.
- بسم الله که. سترګې مې پټې کړې، رښتیا مې بسم الله کړه، زړه مې را کلک کړ، شونډې مې بیرته کړې ، بیرته مې خوله ور، وسته. سخته وه ، جرات یې نه و، را غږ یې کړ:
څه شوې؟
- همدلته یم.
- دا څنګه همدلته یې،څه خبره ده؟ څه شوي دي؟ هلکه ته خو به ښه یې ؟
- هو ښه یم، هیڅ خبره نشته.
- نو ولې خبرې نه کوې ؟
- کوم یې .
- ښه هغه مهمه خبره څه ده ؟
- مهمه خبره داده چې کتابچې او قلمونه دې، بیرته المارۍ کې کیږده!
- ولې؟ خیریت دی، تا خو ویل چې پر تا او خویندو ډاکټري لولم .همدا، اوس دې وویل چې د فاطمې مکتبونه هم شروع کېږي، که نه و، کورسونو کې يې اچوې، ولې هغه دې خویندې دي، هغوی باندې خفه کېږي خو زه چې پردۍ لور یم ، پرما دې زړه نه سوزي، زه د تعلیم حق نه لرم؟ زه انسانه نه یم؟
- ګوره ما کله ويلي چې ته درس مه وایه او تاته خو لا ډېر چانس دی، ایندرور ګانې به دې درسره وي، که مکتب نه و، کورسونه شته خو خو تازه حکومت پریکړه کړې چې جونې پوهنتونونو ته نه شي تللی. ما لا بلې خبرې ته ځان جوړاوه چې د سپږمو د کشولو اواز مې واورید، ورسره د موبایل ښیښه روښانه شوه، چې اړیکه پرې شوې ده.
شمشاد مرکزي دفتر
1401/9/29