افغانستان سره نغدي مرستې له بشري مرستو سره تړلې دي

افغانستان سره نغدي مرستې له بشري مرستو سره تړلې دي


  • 1 کال دمخه (10/01/2023)
  • کامران احمدزی
  • 906

ملګرو ملتونو ویلي چې له افغانستان سره د دوی له لوري نغدي مرستې د بشري مرستو له وضعیت په مستقیم ډول تړلې دي.

یادې ادارې د دوشنې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې که په افغانستان کې د دوی له لوري د بشري مرستو اندازه کمه شي، نو د نغدي پیسو مرستې هم په همغه اندازه کمېږي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې راهیسې ملګرو ملتونو او نورو همکارو موسسو له لوري ۱.۸ میلیارده ډالره نغدي مرسته شوې.

په خبرپاڼه کې داهم راغلي چې له افغانستان سره نغدي مرستې د افغانستان بانک او د اسلامي امارت چارواکو ته نه ورکول کېږي، بلکې په یو خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په ځانګړو حسابونو کې ساتل کېږي.

ملګري ملتونه یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په غیر دولتي موسسو کې د مېرمنو پر کار له بندیز وروسته، افغانستان ته د نغدي مرستو کومه کڅوړه نه ده راغلې.

بل لورته بیا وړمه ورځ د افغانستان بانک خبر ورکړی چې له افغانستان سره بشرې مرستې نه دي درېدلې.