سمسور نیوز (۸سلواغه۱۴۰۱) د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان تور پورې کړی، چې پخواني ولسمشر اصف علي زرداري یې وژلو لپاره پر یوه ترهګریز سازمان پانګونه کړې.
نوموړي د جمعې په ورځ لاهور کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په انلاین ډول ویلي، چې د ده د حکومت له ړنګېدو وروسته یو شمېر کسانو د ده د وژلو هڅه کوله؛ خو کله یې چې د هغوی نومونه افشاه کړل؛ نو له دې کار یې لاس واخیست.
خان زیاته کړې، اوس مهال اصف علي زرداري د استخباراتو د یو شمېر کسانو په ملتیا هڅه کوي، چې دی ووژني.
د عمران خان په خبره، زرداري په فساد کې پیدا کړې پیسې د ده د وژنې لپاره یو شمېر ترهګریز سازمان ته ورکوي.
نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په تېر کال کې له یو وسله وال برید څخه هم روغ ووت.