د امریکا په یوه پوهنتون کې وسله‌وال بریدګر درې کسان په ډزو وژلي

د امریکا په یوه پوهنتون کې وسله‌وال بریدګر درې کسان په ډزو وژلي


  • 1 کال دمخه (14/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 555

سمسور نیوز (۲۵سلواغه۱۴۰۱) د امريکا په ميشیګن پوهنتون کې یوه وسله وال بریدګر په خلکو ډزې کړې او درې کسان یې وژلي دي.  

پولیس وایي، پېښه کې پنځه تنه نور سخت ټپیان دي، چې د ځينو روغتيایي وضعيت یې د انديښنې وړ ښودلی.  

پوليسو زیاته کړې، چې بريد کوونکی د پېښې له ځايه تښتېدلی؛ خو وروسته یې بيا ځان پخپله په ډزو وژلی دی.  

د معلوماتو له مخې، د احتمالي بريدګر مخ پټ و او د باسکټبال خولۍ یې پر سر وه.  

په امريکا کې ډېری وختونه د ډزو دا ډول پېښې رامنځ ته کېږي، چې ډېر کله يې د ښوونځي زده کوونکي او يا د پوهنتون محصلين هدف ګرځي.