انسان تر نورو ژوندیو موجوداتو د ځینو برترو قابلیتونو په لرلو عالي دی چې مهم یې دا دي:
لومړی. د تفکر، تصور او تخیل قابلیت چې د هغه پر بنسټ نوښت، ایجاد، کشف او اختراع کوي.
دویم. د تعاون او ګډ کار قابلیت چې د هغه پر بنسټ کلي، ښارونه، هیوادونه؛ کورنۍ، قوم، قبیله، ملت؛ دیره، جرګه، شورا، اداره، دولت او تمدن جوړوي.
درېیم. د ژبې یا بیان قابلیت چې د هغه پر بنسټ خپل فکرونه او نظرونه په منظم ډول نورو ته لیږدوي. البته د ژبې فرعي قابلیتونه لکه اوریدل، وینا کول، لیکل، لوستل، د مفهموم لیږدونې بدني حرکات هر یو مهم دی.
ژبه او وینا ډیرې باریکۍ لري او یوه خبره په هر ډول کیدای شي. د هر چا د علم، معلوماتو، ذوق، فکر، اړتیا او حالت له مخې خبرې باید وشي. لاندې مثال د مڼې په باب یو پیغام په دوه بیلو الفاظو او ډولونو لیږدوي:
1) دا مڼه ډیره ښکلې، خوشبویه او تازه ده؛ ډیره ګټوره هم ده. هره ورځ یوه تازه او پاکه مڼه وخورئ. الله تعالی امر کړی دی چې ټول پاک او حلال شیان وخورئ او د خپل بدن حق پوره کړئ. په خواصو، کیفیت او نورو جزیاتو کې یې تدبر، تفکر، تفحص او څیړنې هم کولی شئ او له مربوطو پوهانو مشوره او لارښوونه هم اخیستلای شئ.
2) دا مڼه ده. سوډیم، انټی اوکسیډانټ، لوړ فایبر، ویټامین سی او څو نور ویټامینونه لري. له انرژۍ او اوبو بډایه میوه ده چې تاسو ته د راحت احساس درکوی. په مڼو کې نور مهم غذایي مواد لکه ویټامین کا ، پوتاشیم ، مس، منګنیز او مګنیزیم هم شته. مڼه د غذایی فایبر غوره سرچینه ده او یوازې د ورځنی فایبر ۱۲ فیصده اړتیا برابروی. مڼه د فیټوناټ او فلاونوئید لکه کوئرسین ، اپیګېسین ، فلورایډین او نورو پولیفنیکو ترکیبونو څخه بډایه ده.
اوس تاسو ووایاست چې کوم پراګراف ښه دی، کوم یو سم دی او کوم یو د کومو خلکو لپاره دی؟