ترکیې نږدې ۶۰۰ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راشړلي

ترکیې نږدې ۶۰۰ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راشړلي


  • 1 کال دمخه (26/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 769

سمسور نیوز (۶وری۱۴۰۲) د ترکیې د کډوالو اداره وایي،  نږدې ۶۰۰ تنه افغانان یې، چې دغه هېواد ته په غیرقانوني ډول ورغلي وو، افغانستان ته یې لېږدولي دي.

دې ادارې زیاته کړې، په وروستۍ یوه اوونۍ کې یې ټولټال ۲۰۱۸ غیرقانوني کډوال له خپل هېواده اېستلي، چې د هغو په منځ کې ۵۹۸ تنه یې افغانان دي. 

د ترکیې د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخېو ترکي پولیسو د مارچ له ۱۷ تر ۲۳ پورې په خپله خاوره کې ۲۵۲۷ غیرقانوني کډوال نیولي دي.