روسیې پر کییف او شااوخوا سیمو د بریدونو نوې څپه پیل کړې

روسیې پر کییف او شااوخوا سیمو د بریدونو نوې څپه پیل کړې


  • 1 کال دمخه (28/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 682

سمسور نیوز (۸وری۱۴۰۲) د اوکراین پوځ ویلي، روسیې پر کییف او شاوخوا سیمو د ایران ساخت بې پیلوټه الوتکو په وسیله د حملو نوې څپه پیل کړې، خو د اوکراین هوايي ځواکونو یې ټولې الوتکې له منځه وړې دي.

د چارواکو په وینا، روسیې په خپلو حملو کې له ۱۵ بې پیلوټه الوتکو کار اخیسته چې ۱۴ یې اوکرایني ځواکونو نسکورې کړي. 

بل خوا د اوکراین په ختیځ ښار باخموت او شاوخوا سیمو کې د درنو جګړو د دوام خبرونه ورکړل شوي.

د راپورونو له مخې، روسیې په وروستیو میاشتو کې د اوکراین په ختیځ کې خپل بریدونه پراخ کړي دي.