د ننګرهار په جلال اباد او د لغمان په مهترلام بابا ښارونو کې له ۱۸ کلونو وروسته واوره وریدلې.
د ننګرهار ولایت اوسیدونکي له ۱۸ کلونو وروسته په دغه ولایت کې د واورې وریدل د سولې رامنځته کیدو په هیله په نیک فال ګڼي او له فرصت څخه په استفادې یې په واوره د سولې شعارونه لیکلي.
د ننګرهار او لغمان یو شمیر اوسیدونکو په دغو دوه ولایتونو کې له نږدې دوه لسیزو وروسته د واورې وریدل د سوله ییز ژوند نوی پړاو بللی او پر ټولنیزو پاڼو یې هم د واورې بیلابیل انځورونه خپاره کړي دي.
تر دې وړاندې د حامد کرزي د موقتې دورې په لومړیو کې د یادو ولایتونو په مرکزونو کې واوره وریدلې وه چې د خلکو په وینا له هغه وروسته یې په ژوند کې اساسي سیاسي او اقتصادي بدلونونه رامنځته شول.